د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملتان کې د یو روغتون پر بام ګڼ شمېر مړي موندل شوي


انځور له ارشیفه:
انځور له ارشیفه:

د پاکستان د پنجاب صوبې د نشتر مېډیکل پوهنتون په روغتون کې ګڼ شمېر جسدونه موندل شوي چې په ټول هېواد کې یې غندنه شوې ده.

دا مهال پر ټولنیزه میډیا چې پکې ټوېټر، فیس بک او یوټیوب هم شامل دي، یو شمېر ویډیوګانې خپرې شوي دي چې په کې یو شمېر جسدونه لیدل کیږي. دا جسدونه د ملتان ښار د طبي پوهنتون نشتر میډیکل روغتون پر چت په جوړه شوې یوه خونه کې او ځیني یې پاس پر بام موندل شوي دي.

د نشتر مېډیکل پوهنتون ویاند ډاکټر سجاد مسعود په ملتان کې خبریالانو ته وویل چې د روغتون انتظامیه لاوارثه مړي په مرده خانه کې ږدي او بیا یې د طبي زده کړو لپاره په کار راولي. نوموړي دا هم ویلي چې د طبي زده کړو لپاره محصلینو ته له سپارل کېدو وړاندې جسدونه پر بام اېښودل کېږي چې وچ شي.

د روغتون یو انتظامي مشر ډاکټر محمد علي رضا نن (اکتوبر ۱۴) مشال راډیو ته وویل چې درې څلور جسدونه د روغتون په چت او نور په یوه ځانګړې کوټه کې موندل شوي دي. د نوموړي په وینا د مړو شمیره د ۲۵۰ او ۳۰۰ تر مینځ ده.

بل خوا د پنجاب حکومت په دغه اړه د پلټنو امر جاري کړی دی. د پاکستان جیو تلویزون پر خپله وېبپاڼه لیکلي چې د پنجاب وزیر اعلا چودري پروېز الاهي د نشتر روغتون پر بام د جسدونو د موندل کېدو نوټس اخيستی او له اړونده چارواکو نه یې راپور غوښتی دی.

د پنجاب د وزیراعلا زوی مونس الهي نن پر ټویټر لیکلي چې چارواکي په دغه اړه پلټنې کوي.


له ملتانه خبریال محسن الملک مشال راډیو ته وویل، د دا ډول جسدونو موندل څه نوې خبره نه ده: "زه له تېرو ۱۳ کلونو راهېسې په دې ښار کې خبریالي کوم. ما پخوا هم دا ډول څیزونه لیدلي او راپورونه مې پرې جوړ کړي دي."

نوموړی وايي، په موندل شویو جسدونو کې ډېری یې د نشه یانو یا د هغو خلکو دي چې په بیلا بیلو پیښو کې مړه شوي او خپل خپلوان یې نه دي موندل شوي.

یو بل مقامي خبریال د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل چې کېدای شي په دې مړو کې ځیني لادرکه کړل شوي کسان هم شامل وي.

لادرکه کسان هغه دي چې د ادعا له مخې يې د پاکستان استخباراتي او امنیتی ادارې ونیسي او بیا یې د ځای ځایګي په اړه هیڅ درک نه لګېږي. د داسې ډیرو پیښو په اړه د بلوچستان او خیبر پښتونخوا صوبو څخه راپورونه خپاره شوي دي.

په پاکستان کې پر ټولنیزو رسنیو د ملتان نشتر روغتون پر چت د جسدونو موندل کېدو سخت غبرګونونه راپارولې دي او خلک له حکومته غوښتنه کوي چې نه یواځې د دا ډول پېښو مخنیوی دې وکړي بلکې د هغو کسانو خلاف دې هم کارروایي وکړي چې د هغوی په وینا د جسدونو بې حرمتي یې کړې ده.

د حکیم بلوچ په نوم یو تن پر ټویټر یوه ویډیو خپره کړې چې پکې ګڼ شمېر جسدونه په یوه خونه کې بې ترتیبه پراته لیدل کېږي. نوموړی لیکي، دا جسدونه د ناپېژندل شویو کسانو دي خو ګمان دا دی چې دا به د هغو بلوڅو مړي وي چې د هغه په وینا د پاکستان امنیتي ځواکونو په زوره تری تم کړي ول.

پاکستاني چارواکو تر دې دمه د دا ډول خبرونو پخلی نه دی کړی او ویلي یې دي چې له پلټنو وروسته به حقایق رابرڅېره کړي او معلومات به له خلکو او رسنیو سره شریک کړی.

XS
SM
MD
LG