د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان: د غږيزو ټوټو موضوع په عدالت کې چېلېنجوو


په دې وروستيو کې عمران خان ته منسوبه درې ِغږيزې ټوټې پر ټولنيزو رسنيو خپرې شوې دي. پخوانی انځور
په دې وروستيو کې عمران خان ته منسوبه درې ِغږيزې ټوټې پر ټولنيزو رسنيو خپرې شوې دي. پخوانی انځور

د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان ويلي، ارداه لري چې هغه ته د منسوبو غږيزو ټوټو د خپرېدو موضوع په عدالت کې چېلېنج کړي.

نوموړي د اکتوبر پر ۱۰مه نېټه پر ټويټر پاڼه ولیکل چې د غږيزو ټوټو افشا کېدل له ملي سلامتۍ څخه سرغړونه ده ځکه چې دا د ده په خبره، د وزریراعظم او د هغه د دفتر بشپړ امنيت تر پوښتنې لاندې راولي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوو اوونيو کې له عمران خان سره منسوبې درې داسې غږيزې ټوټې پر ټولنيزو رسنيو خپرې شوې چې پکې هغه په مبینه توګه پر مختلفو سياسي چارو له ګوندي مشرانو سره خبرې کوي.

د دې غږيزو ټوټو له وجې پر عمران خان سخت تنقیدونه شوي او هغه يې له سياسي پلوه له فشار سره مخامخ کړی دی. هم دې ته په پام سره نوموړي په لومړي ځل په رسمي توګه پر ټويټر بیان خپور کړی او د پوښتنو په بڼه يې د پاکستان پر استخباراتي ادارو نيوکې کړې دي.

هغه ليکلي چې د وزیراعظم په حېث د هغه پر خوندي ټېلېفوني ليکه کړې خبرې هم رېکارډ شوې او اورېدل شوې دي.

د ده په خبره، "موږ د دې غږونو د کره والي معلوملو لپاره عدالت ته د تلو اراده لرو او بیا به يوه پلټنيزه کمېټۍ جوړوو چې معلومه کړي چې کومه استخباراتي اداره د دې ذمه واره ده او څوک دي چې دغه غږيزه ټوټې، چې پکې ځينې ايډیټ شوي، خپروي."

عمران خان زیاته کړې چې دا ډېره مهمه موضوع ده ځکه چې حساسه امنیتي چارې په ناقانونه توګه ريکارډ شوې او غلا شوې دي چې د ده په خبره، د پاکستان د ملي امنیت اعتبار يې په نړيواله کچه په ډاګه کړی دی.

خو د واکمن مسلم ليګ نون مرستيالې مشرې مريم نواز عمران خان ته په ځواب کې ليکلي چې هم تاسو (عمران خان) به ويل چې د پاکستان استخباراتي ادارې د نړۍ تر ټولو تکړه ادارې دي چې ورته هرڅه معلوم وي او باید معلوم هم وي.

مېرمن نواز زیاته کړې چې "تاسو (عمران خان) به ويل چې هرڅه کوم نو دوی (استخباراتي ادارو) ته پته وي".

هغې زياته کړې، "چې ستا د مخالفينو پرضد کېږي، هغه حلال او چې ستاس خلاف کېږي نو حرام وي؟ ستا په هره خبره کې فتنه او شر وي. شرم وکړه."

د مريم نواز اشاره د عمران خان هغې خبرې ته وه چې نوموړي د وزیراعظمۍ پر مهال د پاکستان له يو خبريال منصور علي خان سره د ټېلېويژني مرکې پر مهال کړې وې.

پر عمران خان سربېره د پاکستان له اوسني وزیراعظم شهباز شريف سره هم منسوبې غږيزې ټوټې پر ټولنيزو رسنيو خپرې شوې وې چې له دې وروسته وفاقی کابینې په دې اړه پلټنيزه کمېټۍ جوړه کړې وه.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناوالله د عمران خان تر بيان څو ساعته وروسته د اکتوبر پر ۱۰مه ناوخته پاکستانيو رسنيو ته وويل چې د وزيراعظم د دفتر د عملې ځينو کسانو د پيسو لپاره غږونه ريکار ډ کړي ول. نوموړي زياته کړه چې په دې کار کې يې تر اوسه د بهرنيو استخباراتو د لاس درلودلو شواهد نه دې تر لاسه کړي.

XS
SM
MD
LG