د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسیا کپ: پاکستان له هند سره لوبه کوي


د پاکستان بابر اعظم او د هند ویرات کوهلي د دې لوبې له ډېرې مهمو لوبغاړو دي.
د پاکستان بابر اعظم او د هند ویرات کوهلي د دې لوبې له ډېرې مهمو لوبغاړو دي.

د پاکستان د کرکټ لوبډله د اګست پر ۲۸مه په اسیا کپ کې د هند له لوبډلې سره لوبېږي.

ټاکل شوې ده چې دا لوبه د پېښور له وخت سره سمه د ماښام پر اووه بجې د متحده عرب اماراتو په دوبۍ میدان کې پیل شي.

د اسیا کپ لوبې د اګست پر ۲۷مه پیل شوې دي چې د پاکستان، افغانستان، هند، سري لنکا، بنګله دېش او هانګ کانګ لوبډلې پکې برخه اخلي.

دا شپږ لوبډلې په دوو ډلو وېشل شوې دي. په یوه ډله کې افغانستان، سري لنکا لو بنګله دېش دي او په بله ډله کې پاکستان ، هند او هانګ کانګ شامل دي.

د دوی ترمنځ به په دوو پړاونو کې ټولې ۱۲ لوبې وي چې د پای لوبه به یې د سېپټمبر پر ۱۱مه ترسره کېږي.

د دې ټورنامنټ په لومړۍ لوبه کې افغانستان د سري لنکا لوبډلې ته په اته وکټونو ماته ورکړه.

د افغانستان لوبډلمشر محمد نبي د پچې تر ګټلو وروسته سریلنکا ته د بېټنګ بلنه ورکړه کومه چې د ډېر منډو په جوړولو بریالۍ نه شوه.

د افغانستان د بالرانو د ښې لوبې له کبله د سريلنکا ټول لوبغاړي یوازې د ۱۰۵ منډو تر جوړولو وروسته وسوځېدل.

د افغانستان له خوا فضل حق فاروقي درې، محمد نبي او مجیب الرحمان دوه دوه او نوین الحق یو وکټ واخیست.

د ۱۰۶ منډو هدف ترلاسه کولو لپاره د افغانستان له خوا رحمان الله ګربز او حضرت الله ځاځي چټکه لوبه پیل کړه او یوازې په شپږو اورونو کې یې ۸۳ منډې وکړې.

د افغانستان لوبډلې د دوو وکټو په سوځېدو سره د سريلنکا له خوا ورته ټاکل شوی هدف پوره کړ.

د کرکټ اسیا کپ له ۱۹۸۳م کاله تر اوسه ۱۳ ځله تر سره شوی دی چې شپږ ځله هند، پنځه ځله سريلنکا او دوه ځله پاکستان ګټلی دی.

XS
SM
MD
LG