د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د زېږون پرمهال د افغان ميندو مړينه په ډېرېدو ده"


په کابل کې يوه روغتيا پاله ماشوم ته ستن وروهي. د ۲۰۲۰ز کال د مې مياشتې انځور
په کابل کې يوه روغتيا پاله ماشوم ته ستن وروهي. د ۲۰۲۰ز کال د مې مياشتې انځور

په تېرو ۲۰ کلونو کې په افغانستان کې لسګونه زره دایانې (قابلې) روزل شوې چې له کبله یې په اولاد د میندو او ماشومانو د مړینو شمېر په سلو کې ۶۰ کم شو ی دی.

په ۲۰۰۲ کې په هرو یولک میندو کې ۱۶۰۰ په اولاد مړې کېدې خو د تېرو ۲۰ کلونو د هڅو په نتیجه کې د ۲۰۲۰ کال د سروې پر اساس دا شمېر په هر یولک ښځو کې ۶۳۸ ته راټیټ شو.

خو اوس یو وار بیا د تېرو دوو لسيزو دا بریا له لاسه په وتو ده ځکه یو شمېر دایانې (قابلې) د فشارونو له کبله د کار پرېښودو ته اړې شوې او تر ټولو بده دا چې له شپږم ټولکي پورته نجونو ته د زده کړو اجازه نه ورکول کېږي.

ارشیف: په سرپل کې د قابلو د فراغت غونډې انځور - 25.Nov.2016
ارشیف: په سرپل کې د قابلو د فراغت غونډې انځور - 25.Nov.2016

د نرسانو او قابلو شورا اجراییه ريیسه او د مور په شیدو د تغذیې د تخنیکي کمېټې غړې ډاکتره هیلۍ غرشین د قابلو ستونزې تاییدوي خو وايي چې په تېرو کلونو کې نږدې ۴۰،۰۰۰ قابلې روزل شوې دي.

هغه زیاتوي: "موږ په افغانستان کې د قابله ګۍ په برخه کې ستونزې لرو ځکه چې لېرې پرتې سیمې دي، څه جغرافیايي مشکلات دي او څه کلتوري خو موږ په افغانستان کې تقریباً ۳۹ زره قابلې له پروګرامونو څخه فارغې لرو او همدا اوس په یوولسو دولتي طبي علومو انستیتیوتونو او ۱۵۸ خصوصي صحي مراکزو کې قابلې روزل کېږي. موږ پخوا په پروګرامونو کې د ټولنې د قابله ګۍ پروګرام درلود خو اوس هغه پروګرامونه ځنډول شوي دي. ولې تر ټولو مهمه دا ده چې که د نجونو له شپږم ټولګي پورته زده کړې پیل نه شي، د قابلو د روزلو بهیر به په ټپه ودریږي."

یو شمېر دایانې په اولاد د میندو د مړینو په زیاتېدو کې د کورنیو رول ته اشاره کوي وايي، هغه ښځې چې باید د ولادت لپاره په روغتون کې بستر شي، د کورنۍ مشران اجازه نه ورکوي او فکر کوي چې ډېرې ښځې په کورونو کې ماشوم زېږوي او له مشکل سره نه مخامخېږي خو هغوی په دې نه پوهیږي چې ټول ولادیتونه یو شان نه وي.

د رڼا په نوم د زابل یوه دايي وايي، په ۲۰۱۶ کې یې کار پیل کړ، هغه مهال به که کومې ښځې ته د سزاریان اړتیا پیدا شوه، په روغتون کې جراح ډاکتر و خو اوس ډېر لږ داسي ډاکتران موندل کېږي.

XS
SM
MD
LG