د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو د خپل پخواني ملګري او اوسني مخالفه قومندان مولوي مهدي مجاهد د وژلو ادعا کړې


له طالبانو جلا شوی هزاره قوماندان مولوي مهدي مجاهد
له طالبانو جلا شوی هزاره قوماندان مولوي مهدي مجاهد

د طالبانو حکومت دفاع وزارت ادعا کړې چې د خپل پخوانی ملګری مهدي مجاهد چې اوسمهال له ورسره په جګړه بوخت وو، وژلی دی.

مهدي مجاهد د طالبانو په لیکو کې یوازینی هزاره قوماندان وو چې په وروستیو کې یې خپله لار له طالبانو جلا کړه.

دا اعلامیه چې د دغه وزارت د ویاند عنایت‌الله خوارزمي له‌خوا د اګست پر ۱۷مه نېټه د خبریالانو اړوند د ټولنیزو رسنیو په ګروپ او د طالبانو د دفاع وزارت په ټویټرپاڼه خپره شوې په‌کې راغلي: "د اسلامي امارت ځواکونو د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ د "بغاوتګرو" مشر مولوي مهدي د هرات ولایت اړوند سرحدي سیمه کې چې غوښتل یې ایران ته وتښتي، له‌منځه یووړ."

طالبانو ټولو هغو کسانو ته چې د دوی ضد ټوپک پورته کوي د "بغاوتګر او یاغي" کلمات کاروي.

د مولوي مهدي مجاهد یو ویاند چې نه یې غوښتل نوم یې په دې راپور کې یاد شي، مشال رېډيو ته د مهدي مجاهد وژل تايید کړل، خو په دې اړه یې نور جزییات ور نه‌کړل.

په دې اعلامیه کې زیاته شوې، له مهدي مجاهد سره یې څو تنه ملګري هم وژل شوي دي، خو کره شمېر یې نه‌ ده یاد شوی.

مولوي مهدي مجاهد د ده په خبره، موده وړاندې له طالبانو خپله لاره له طالبانو سره په حکومت د خپل قوم د ونډې پر سر د اختلاف له کبله بېله کړې وه.

مولوي مهدي مجاهد واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم، د بامیان ولایت د استخباراتو مشر وټاکل شو، خو موده وروسته له دندې ګوښه کړل شو.

په ښکاره د هغې ګوښه کېدل له طالبانو سره د اختلاف سرچینه شوه، تر دې چې په سرپل کې یې د طالبانو ضد وسله‌ وال مخالفت پیل کړ.

طالبانو که څه هم لومړیو کې نه منله چې د سرپل په بلخاب کې د دواړو لوریو ترمنځ درنې جګړې شوي، خو وروسته یې ومنله چې هلته یې عملیات کړي او سیمه یې تصفیه کړې.

مولوي مهدي مجاهد وروستيو څو مياشتو کې خپل پلويان راټول کړل او د طالبانو پر ضد يې د سرپل په بلخاب کې جګړې وکړې.
مولوي مهدي مجاهد وروستيو څو مياشتو کې خپل پلويان راټول کړل او د طالبانو پر ضد يې د سرپل په بلخاب کې جګړې وکړې.

د دواړو لوریو ترمنځ جګړو کې د سیمې خلکو ته هم مالي او ځاني زیانونه واوښتل، تر دې چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په برخه کې ځانګړي راپور ورکوونکي ریچرډ بنیټ وویل، له بلخاب ولسوالۍ د خپلسرو وژنو، د اوسېدونکو د بېځایه کېدو، د ملکیتونو له منځه تللو او له بشري حقونو د نورو سرغړونو د اندېښمنونکو راپورونه ور رسېدلي دي.

همدا ډول د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې ادارې (اوچا) وویل، په بلخاب کې د جګړو له امله ۲۷ زره تنه بې‌ځایه شوي دي.

د مشال رېډیو د یو مخکني راپور پر بنسټ چې د مهدي مجاهد د خپلوانو له قوله یې خپور کړی، هغه ۱۳ کاله پخوا د طالبانو لیکو سره یو ځای شوی وو. خو اس د هم هغو طالبانو له خو ووژل شو.

XS
SM
MD
LG