د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د عاشورې مراسمو لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي


د پاکستان په کوټه ښار کې شيعه مسلمانان د ماتم په ډول خپل ځانونه وهي ــ انځور له ارشيفه)
د پاکستان په کوټه ښار کې شيعه مسلمانان د ماتم په ډول خپل ځانونه وهي ــ انځور له ارشيفه)

د پاکستان حکومت د عاشورې د ماتمي جلوسونو پر مهال سخت امنیتي ګامونه پورته کړي دي.

په پاکستان کې نن (د اګست پر نهمه) د تعزيه او ذوالجناح جلوسونه ترسره کېږي چې مقصد يې د کربلا قربانيانو ته عقيدت وړاندي کول دی.

د پېښور د ډپټي کمېشنر دفتر د اګست پر اتمه پر خپله فېسبوک پاڼه ورکړي چې د جلوسونو پر لارو کوڅو ګڼ پولیسان ځای پر ځای کړل شوي دي.

د خيبر پښتونخوا صوبايي حکومت وايي، د عاشورې د ماتمي جلوسونو پر مهال یې په کورم، پېښور، نوښار او ډېره اسماعیل خان کې سخت امنیتي ګامونه پورته کړي او په ځینو ضلعو کې موبایل ټېلېفوني شبکې هم تړل شوي دي.

بلخوا د پاکستان حکومت د سرښار اسلام اباد په ګډون په راولپېنډۍ، کراچۍ، حیدر اباد، کوټې، لاهور او د پنجاب، سیند او بلوچستان صوبو په یو شمېر نورو لویو ښارونو کې هم امنیتي اقدامات تر سره کړي دي.

د ۶۸۰ز عيسوي کال د اکتوبر پر ۱۰مه (د ۶۱م هجري قمري کال د محرم الحرام پر ۱۰مه) کې د اموي خليفه يزيد لښکرو د عراق په کربلا سيمه کې د جګړې پر مهال د اسلام د پېغمبر لمسي حضرت امام حسېن په ګډون د هغه د کورنۍ نور غړي وژلي ول.

د دې ورځې په مناسبت شيعه مسلمانان هر کال د محرم په لومړیو ۱۰ ورځو کې د دغه وژنو وير کوي.

په پاکستان کې د محرم پر نهمه او ۱۰مه (د اګست پر اتمه او نهمه) عامه رخصتي ده او ټول کاروباري مرکزونه او سرکاري ادارې بندې وي.

XS
SM
MD
LG