د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تاشکند غونډه کې د افغانستان په اړه بحث کېږي


د امیرخان متقي په مشري د طالبانو پلاوی له ازبکستاني چارواکو سره د لیدنې پرمهال
د امیرخان متقي په مشري د طالبانو پلاوی له ازبکستاني چارواکو سره د لیدنې پرمهال

په پام کې ده، چې نن (د جولای په ۲۶مه) د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د ۲۰ هېوادونو او نړیوالو موسسو استازي د افغانستان په اړه بحث وکړي.

د جولای ۲۶مه، په تاشکند کې د افغانستان په اړه د ۲۰ هېوادونو او د نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون د غونډې اصلي ورځ ده.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس ویسټ
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس ویسټ

ټاکل شوې، چې په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس ویسټ او د افغانستان د ښځو او د بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هم ګډون وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې چې پرون (د جولای پر ۲۵مه) خپور شو ویلي، امریکايي پلاوی په دې غونډه کې له دې هدف سره ګډون کوي چې د افغانستان له خلکو څخه د واشنګټن پر بې درېغه ملاتړ ټینګار وکړي او همداراز له طالبانو به وغواړي چې د افغانستان د خلکو او نړیوالې ټولنې پر وړاندې خپل مکلفیتونه ترسره کړي.

د افغانستان د ښځو او د بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري
د افغانستان د ښځو او د بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري

په عین حال کې ټاکل شوې، چې د امریکا د خزانې وزارت مرستیال براین نیلسن هم نن (د جولای پر ۲۶مه) په تاشکند کې د طالبانو له پلاوي سره وګوري.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د بیان له مخې نیلسن به د هغو اقتصادي ننګونو په اړه چې د افغانستان خلک ورسره مخامخ دي له طالبانو سره خبرې وکړي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ پلاوی په دې غونډه کې د ګډون لپاره د یکشنبې په ورځ (د جولای پر۲۴مه) ازبکستان ته ورسېد او پرون (د جولای پر ۲۵مه) یې د دې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر ولادیمیر نوروف او له دې مخکې د ازبکستان د ملي امنیت شورا له مرستیال او د افغانستان لپاره د ولسمشر له ځانګړي استازي عبدالعزیز کامیلوف سره لیده کاته درلودل.

د طالبانود بهرنیو چارو سرپرست زیر مولوي امیرخان متقي
د طالبانود بهرنیو چارو سرپرست زیر مولوي امیرخان متقي

متقي وویل، د ازبکستان له چارواکو سره یې د افغانستان د اقتصاد، سیمه ییز اتصال او د ترمز، کابل او پېښور ترمنځ د اورګاډي پټلۍ د رغونې د پروژو په اړه خبرې کړي او نور بحثونه به هم وکړي خو د تاشکند له غونډې د طالبانو د حکومت د تمې په اړه متقي وویل: "له دې غونډې څخه تمه لرو چې د افغانستان، ازبکستان او سیمې د اقتصاد په برخه کې مثبت رول ولوبوي. تمه دا ده چې د افغانستان حقایق درک کړي، هغه پرمختګونه چې موږ یې د اقتصاد، امنیت او له ګاونډیو هېوادونو، سیمې او نړۍ سره د اړیکو په برخه کې یې په افغانستان کې لرو درک شي او د هغو په رڼا کې بیا نورو هېوادونه او سازمانونه کولای شي چې ښې پرېکړې وکړي."

ښايي له ښو پرېکړو څخه د متقي هدف به د نړیوالو له خوا د طالبانو د حکومت رسمیت پېژندل وو، که څه هم ده په خپلو خبرو کې دا یادونه ونه کړه، خو نړیوالو په ډاګه ویلي دي چې ترڅو د طالبانو حکومت د نجونو د زده کړې او کار حق، او د ټولو وګړو بشري حقونو ته درناوی ونه کړي په رسمیت به ونه پېژندل شي.

XS
SM
MD
LG