د لاسرسي ځای

تازه خبر

لوګر: چارواکو قبضه شوې په زرګونو جرېبه ځمکه بېرته اخيستې


د ۲۰۲۲ز کال کې د پخواني نظام ړنګېدو پر مهال ځينو خلکو دولتي مځکې قبضه کړې دې.
د ۲۰۲۲ز کال کې د پخواني نظام ړنګېدو پر مهال ځينو خلکو دولتي مځکې قبضه کړې دې.

د افغانستان په لوګر کې څه د پاسه ۵۰۰۰ جرېبه حکومتي ځمکه او ۱۸۰ رهایشي نمرې له غاصبینو بېرته اخيستل شوې دي.

د لوګر سیمه ییز چارواکي وايي، د دې ولایت د امنیتي ادارو له خوا د نوي نظام د رامنځته کیدو وروسته د غصب شویو دولتي ځمکو د خلاصون لپاره عملیات شوي او په ترڅ کې يې یاده ځمکه او رهایشي نمرې خلاصې کړې دي. د دوی په وینا، تر اوسه د ځمکو د غصب په تور څوک نه دي نیول شوي.

د لوګر سیمه ییز چارواکي وايي، د غصب شویو دولتي ځمکو د بیرته نیولو په خاطر د ولایت مقام په مشری یو ځانګړی کمیسیون جوړ شوی دی. د چارواکو په وینا، یاد کمیسیون په وروستیو څو میاشتو کې ۵۳۰۰ جرېبه دولتي ځمکه او ۱۸۰ رهایشي نمرې د ځمکو د غاصبینو له منګولو خلاصې کړې دي.

چارواکيو د مځکو قبضې اخیستو لپاره عمليات کړي دي
چارواکيو د مځکو قبضې اخیستو لپاره عمليات کړي دي

د لوګر د ښار جوړولو او اراضی ریاست سرپرست مولوي مطیع الله زاهد د مې پر ۲۴مه مشال راډیو ته وویل، په دې ولایت کې په ځانګړې ډول د سیاسي بدلون په وخت کې غاصبینو له موقع څخه په استفادې دولتي ځمکې لاندې کړې وې.

نوموړي زیاته کړه: "دوی له موقع استفاده وکړه زیاتره ځایونو باندې يې ولکه ټېنګه کړه، د غصب تصرفات يې پکې وکړل نو چې کله موږ اجرات شروع کړل، په دښتي ځمکو کې مو د ۵،۳۰۰ جریبه ځمکې له غصب مخنیوی کړی او د ښار په پلاني ساحه کې مو د ۱۸۰ نمرو د غصب څخه مخنیوی کړی او یا لیست شوي او ریاست الوراء ته مخکې شوي، چې هغوی ورباندې فیصله وکړي. "

د لوګر اوسیدونکي د زورواکو له منګولو د دولتي او غیر قانوني ځمکو د خلاصولو هرکلۍ کوي خو ځینې بیا د دا ډول ځمکو د اخیستلو یا په هغو ځمکو د ودانیو جوړول د دوی مجبوریت ګڼي.

قاري صفي الله او لسګونو نورو کسانو دا ډول ځمکو کې دکانونه جوړ کړي، هغه وايي د دې ځمکو له تفصیې وروسته دوی ته ډېرې ستونزې جوړې شوي.

د ده په خبره د ځمکو لرونکي وايي، دوی ته د ځای کرایه ورکړې خو حکومتي ادارې بیا وايي چې د دې ځای کرایې باید د حکومت حساب ته تحویل شي.

د نوي حکومت په راتګ سره د غصب شویو دولتي ځمکو په اړه یو کمیسیون ټاکل شوی چې تر دې وروسته د غصب مخه ونیول شي.
قاضي رفيع الله صميم

په همدې حال کې د لوګر امنیتي مسولان وايي، په اوس وخت کې له غصب څخه د دولتي ځمکو د خلاصولو اقدامات ابتدايي دي خو په راتلونکې کې به له سرغړونکو سره قانوني او جدي اجرات ترسره شي.

د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند احمدالله انس مشال رېډیو ته وويل، د محاکمو د حکم په وخت کې به دوی لا جدي اقدامات وکړي: "زموږ اوس اوله مرحله ده، راتلونکې کې موږ دا پلان لرو که چیرې د محکمې د حکم پر اساس باندې څوک دا ځمکې پرې نږدي، موږ مجبور یو هغه کسان ونیسو او د قانون منګولو ته يې وسپارو. "

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ريیس قاضي رفیع الله صمیم وايي، د نوي حکومت په راتګ سره د غصب شویو دولتي ځمکو په اړه یو کمیسیون ټاکل شوی چې تر دې وروسته د غصب مخه ونیول شي.

نوموړی زیاتوي، د هغو ځمکو د خلاصون لپاره هم هڅې پیل شوي چې مخکې غصب شوي دي.

په لوګر کې د غصب شویو ځمکو د خلاصون عملیات داسې مهال پیل شوي چې په ۱۸۰ رهایشي نمرو په ډېر لوړ لګښت لوړ پوړیزې ودانۍ جوړې شوې دي.

د یادو لوړپوړیزو ودانیو د برخلیک د معلومولو او وروستی پرېکړې په خاطر د هغوی لیست د طالبانو د حکومت ریاست الوزاء ته وړاندې شوی دی.

XS
SM
MD
LG