د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنرال باجوه: پر اوکراین د روسیې یرغل لویه غمیزه ده


جنرال باجوه وايي، پر اوکراین د روسیې یرغل بدمرغه ځکه دی چې په زرګونو خلک یې ووژل.
جنرال باجوه وايي، پر اوکراین د روسیې یرغل بدمرغه ځکه دی چې په زرګونو خلک یې ووژل.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمرجاوید باجوه په اوکراین کې جګړه یوه لویه غمیزه بللې او په سمدستي توګه یې د ودرولو غوښتنه کړې ده.

نوموړي د اپریل په دویمه نېټه، په پلازمېنه کې د "اسلام اباد امنیتي ډایلاګ" ته د وینا پر مهال ویلي، په اوکراین د روسیې یرغل بدمرغه ځکه دی چې په زرګونو خلک یې ووژل، په ملینونو یې بې کوره کړل او نیمايي اوکراین یې برباد کړ.

جنرال باجوه دا هم وویل چې پاکستان په نړیوالو چارو کې، په ډلییز سیاست باور نه لري او له ملګرو هیوادونو سره یې دوه اړخیزې اړیکې یې د نورو هیوادونو سره د اړیکو په قیمت نه دي.

نوموړي د چین او امریکا سره د خپلو اړیکو یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې له امریکا سره اوږدې او غوره ستراتیژیکي اړیکې لري چې د پاکستاني برامداتو تر ټولو لوی بازار دی.

بل پلو، د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې ( ايي اېس پي ار) په یو بیان کې ویلي چې د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه د اپریل په لومړۍ نېټه، په راولپنډۍ کې د افغانستان لپاره د امریکا د پخواني استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي او ورسره یې د افغانستان په اړه ګټورې خبرې کړې دي.

د بیان تر مخه، پر دغه مهال زلمي خلیلزاد ژمنه وکړه چې له پاکستان سره د سفارتي همکارۍ پیاوړې کولو لپاره به په هره کچه کار کوي.

پر اوکراین د روسيې د یرغل په اړه د پاکستان د پوځ د مشر جنرال قمر جاوید باجوه دا څرګندونې له هغې وروسته مخې ته راغلي چې د مارچ پر ۲۹مه، د اوکراین د ولسمشر او د پاکستان د وزیر اعظم ترمنځ ټیلیفوني خبرې شوې.

د پاکستان د سرکاري راډیو دخبر له مخې، د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکی عمران خان ته ټیلیفون وکړ چی په ترڅ کی یی عمران خان د اوکراین دشخړې د سمدستي ختمولو او د مذاکراتو او سفارتکارۍ له لارې د مسئلې د هواري لپاره، خپل اصولي دریځ یو وارې بیا تکرار کړی دی.

د پاکستان وزیر اعظم ویلي، د اوکراین د خلکو لپاره یې په دوو الوتکو کې بشري مرستې هم استولي دي. نوموړي له زېلېنسکي څخه مننه کړې چې له اوکراینه د پاکستانیو زده کوونکو او د سفارت د عملې په ویستلو کې یې مرسته کړې ده.

د پاکستان وزیر اعظم د فبرورۍ پر ۲۳مه روسيې ته سفر درلود او د فبرورۍ پر ۲۴مه روسيې پر اوکراین یرغل وکړ. پاکستان د اوکراین په شخړه کې بې پرې دریځ خپل کړی.

XS
SM
MD
LG