د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست محبس بندیان وايي، بې برخلیکه بند تېروي


د خوست محبس بندیان غوښتنه کوي، چې عدلي او قضايي ادارې دې د دوی دوسیې وڅېړي او برخلیک دې معلوم کړي. انځور د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ اتمه
د خوست محبس بندیان غوښتنه کوي، چې عدلي او قضايي ادارې دې د دوی دوسیې وڅېړي او برخلیک دې معلوم کړي. انځور د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ اتمه

د افغانستان د خوست ولايت په مرکزي محبس کې بندیان وايي، چې هغوی له میاشتو راهيسې په دې ځای کې بې برخلیکه وخت تېروي.

د دوی په وينا، تر اوسه نه ورڅخه کوم څارنوال تحقیق کړی او نه يې محکمې پر دوسیو پريکړه کړېده، خو په زندان کې بندیان دي.

د خوست محبس بندیان غوښتنه کوي، چې عدلي او قضايي ادارې دې د دوی دوسیې وڅېړي او برخلیک دې معلوم کړي.

د فبرورۍ پر اتمه د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اوسېدونکي شاه محمود ځدراڼ، چې له څلورو میاشتو راهيسې په محبس کې بندي دی، مشال راډیو ته وویل، څوک نشته، چې د بندیانو د برخلیک پوښتنه وکړي.

"نه محکمې شته او نه څارنوالان شته. دلته نور هم داسې خلک شته چې پينځه يا شپږ مياشتې يې کېږي، خو محکمې يې نه دي شوي."

د تریزیو اوسېدونکی بخت رسول وايي، دوه نیمې میاشتې وشوې چې د دوی د دوسیو هیڅ معلومات نه کیږي.

نوموړی زیاتوي، یوازې په شک نیول شوی، خو برخلیک يې نامعلوم دی.

د خوست په محبس کې یو شمېر بندیانو وویل، دلته ډیری داسې کسان بندیان شوي، چې جرمونه يې واړه دي او پر هغو باندې باید په محبس کې دومره وخت نه وای تیر شوی.

د مندوزیو اوسېدونکی نوید وايي:

"دلته يې ځینې خلک له یو سيګرېټ سره نیولي او دلته بندیان دي. هېچا ته توجه نه ده شوې او پوښتنه يې نه ده شوې. باید ټولو بندیانو ته یوه توجه وشي. نور الحمدالله د پخوا په پرتله ډوډۍ ښه شوې ده، نور مشکلات هم نشته، خو بندیانو ته باید دقیق نظر وشي."

بلخوا د خوست د مرکزي محبس چارواکي وايي، چې د طالبانو د ريیس الوزرا له لارښوونې سره سم به ډېر ژر د ټولو بندیانو برخلیک معلوم شي، یو شمیر به خلاصیږي او د چا چې جرمونه لوی دي، د هغوی دوسیې به محاکمو ته ولېږل شي.

د خوست د مرکزي محبس مدیر مولوي فضل الرحمان وویل، تر راتلونکو دوو ورځو پلاوی ورځي او د ريیس الوزرا د همدې لارښوونې په رڼا کې د هر بندي برخلیک معلومیږي.

د خوست په مرکزي محبس کې دا مهال ۹۳ بندیان موجود دي چې د چارواکو په وینا ۲۵ تنه يې د نشه يي توکو د کاروبار او پاتې نور يې د بېلابېلو جنايي جرمونونو په تور زنداني دي.

XS
SM
MD
LG