د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیا: سلګونه زده کوونکو ته د ژمنیو زده کړو وړیا پروګرام پیل شوی


په پکتیا کې د زده کړو دا پروګرام د زم زم د لوړو زده کړو خصوصي موسسې جوړ کړی دی.
په پکتیا کې د زده کړو دا پروګرام د زم زم د لوړو زده کړو خصوصي موسسې جوړ کړی دی.

د افغانستان په پکتیا کې څه د پاسه ۸ سوه بې وزله زده کوونکو نجونو او هلکانو لپاره په وړیا ډول د ژمنیو زده کړو زمینه برابره شوې ده.

په افغانستان کې له پخوا راهیسې په خصوصي او حکومتي سکټور کې د نوي ښوونیز کال د تیاري په خاطر ژمني کورسونه جوړېږي او نجونې او هلکان پکې زده کړې کوي.

په پکتیا کې دا ځل د زده کوونکو د زده کړو دا پروګرام د زم زم د لوړو زده کړو خصوصي موسسې جوړ کړی دی.

د یاد ښوونیز مرکز مشر ناهید امید مشال راډیو ته وویل، چې په ژمنیو برنامو کې زده کوونکو ته لیک لوست، انګریزي او نور ساینسي مضمونونه تدریسېږي.

نوموړي زیاته کړه، "دلته په زم زم فضیلت ښوونیز مرکز کې په مختلفو برخو کې لکه لیک او لوست، انګلیسي، فزیک، کیمیا او ریاضیاتو په برخه کې تر دې مهاله ۸۱۲ زده کوونکي لرو چې له لومړي ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې نجونې او هلکان پکې شامل دي."

ماشومان د زده کړو د مرکز په یوه ټولګي کې ناست دي
ماشومان د زده کړو د مرکز په یوه ټولګي کې ناست دي

نوموړي‌ زیاته کړه چې له سوداګرو یې غوښتنه داده چې د هېواد بد اقتصادي وضعیت ته په کتو سره داسې نورې لارې هم ولټوي چې د هېواد ټول بچي له زده کړو برخمن شي.

هغه په خصوصي سکټور کې د فعالو ښوونیزو مرکزونو له مسوولینو هم وغوښتل، چې زده کوونکو ته په هغه اندازه فیسونه وټاکي، چې خلک يې ورکولی شي.

د دغه ښوونیز مرکز زده کوونکي دې ته خوښ دي چې په وړیا ډول ورته د زده کړو زمینه برابره شوې خو له چارواکو او شتمنو خلکو غواړي چې دا ډول ښوونیز فرصتونه ډېر کړي.

زده کوونکی حنظله وايي، په دې ښوونیز مرکز کې هغو نجونو او هلکانو ته د زده کړو زمینه برابره شوې، چې د کورنیو اقتصاد يې کمزوری دی او نشي کولای د ښار په نورو شخصي کورسونه کې ژمني پروګرامونه تعقیب کړي.

نوموړي له نورو خصوصي ښوونځیو او ښوونیزو مرکزونو غوښتنه وکړه، چې په ورته توګه دا ډول پروګرامونه پلي کړي.

د افغانستان په پکتیا کې کې د وړیا ژمنیو زده کړو مرکز
د افغانستان په پکتیا کې کې د وړیا ژمنیو زده کړو مرکز

یو بل زده کوونکی اسماعیل وايي، دوی ته په دې ښوونیز مرکز کې هغه مضمونونه تدریسږي، چې په ښوونځيو کې مشکل دی او سیستماتیکې زده کړې ته اړتیا لري.

زده کوونکی ثناالله هم په دې ځای کې د زده کړو بهیر ښه ښيي او له پاتو زده کوونکو غواړي چې د ژمي له رخصتیو ګټه پورته کړي، په کورسونو یا کورونو کې دې لوستونو سره ځان نه بې ارتباطه کوي.

بل لوري ته د پکتیا د پوهنې ریاست چارواکي وايي، چې دوی له ګڼو خصوصي ښوونیزو مرکزونو سره تفاهم لیکونه لاسلیک کړي، تر څو ډېرو زده کوونکو ته د ژمنیو زده کړو فرصت برابر شي.

اوسمهال د پکتیا ولایت په کچه د شاوخوا ۲۵۰۰ ښوونکو کمښت، د کورونا له امله قرنطین او په هېواد کې وروستي سیاسي تحولات هغه لاملونه وو چې تېر ښوونیز کال کې يې د زده کوونکو درسي بهیر له ستونزو سره مخامخ کړی وو.

XS
SM
MD
LG