د لاسرسي ځای

تازه خبر

''کونړ کې بې درېغه ځنګلونه وهل کېږي"


 کونړ ځنګل
کونړ ځنګل

د افغانستان د کونړ ولایت د ماڼوګي ولسوالۍ اړوند لیچلام اوسېدونکي وايي، په سيمه کې يې یو شمېر کسانو د نښترو ځنګل پر وهلو پیل کړی.

د دوی په خبره چې تېرو سختو جنګونو او حالاتو کې يې د نښترو ځنګلونه ساتلي، خو اوس يې ساتل له وسه وتلي دي.

دوی ادعا کوي چې څو ځله يې ولسوالۍ او ولایت مقام ته شکایتونه کړي، خو تراوسه چا ورته مثبت ځواب نه دی ورکړی.

د لیچلام اوسېدونکی حیات الله (قرار) مشال راډیو ته وویل:"ډېر ښېرزاه ځنګل دی چې په کې د نښترو، ځڼغوزیو، کچل،څېړۍ او نورو ډول-ډول مېوه لرونکي او بې مېوې ونې ولاړې دي. موږ قومي شورا لرو چې د همدې شورا په وسېله مو کلونه کلونه د دې ښېرازه ځنګل ساتنه کړې، خو بدبختانه چې اوس يې ساتنه زموږ له وسه وتلې ده."

هغه زیاته کړه چې په ډېرو سختو او جګړه ییزو شپو ورځو کې د خپلې سېمې اړوند ځنګل ساتلی، خو اوس په کې د طالبانو ملاتړ ته اړتیا لري او باید چې په نوې جوړېدونکې زرغونې قطعې کې ورته برخه ورکړل شي.

قرار وايي، ۲۵ هکتاره غرونه يې د نښترو او نورو ونو په ځنګل پوښل شوي او ساتنه يې د ولس او حکومت شرېکه دنده ده.

د لیچلام قومي مشر حاجي عظیم جان وايي، د ځنګل پرې کولو په اړه يې څو ځله د طالبانو له مسولینو سره ستونزه شرېکه کړې، خو تراوسه يې داسې کوم اقدام نه دی کړی چې ورسره د ځنګل پرې کول بند شي.

دی وايي: "موږ ښکلی ځنګل لرو، دا مو په تړو او ناغو ساتلی دی، خو اوس د کوړنګل او چپې درې څخه یو شمېر کسان راځي او په غلا ځنګل وهي، موږ طالبانو ته شکایتونه کړي، خو کوم قدم نه دی پورته شوی. بیا هم د طالبانو مشرانو څخه غوښتنه کوو چې د ځنګل وهلو په مخنيوي کې کوټلي ګامونه پورته کړي."

په کونړ کې د کرنې او مالدارۍ چارو مامورین وايي، د یاد ولایت غرونو کې د ثور کودتا وړاندې درې لکه او شپاړس زره هکتاره ځمکه د نښترو او په نورو ونو پوښل شوې وه چې په یادو شااوخوا درېیو لسېرو کې د نښترو د ځنګل ۳۰ سلنه برخه وهل شوې ده.

وهل شوې لرګي په قاچاقو او نورو نومونو له کونړ او افغانستانه ایستل شوي دي.

په کونړ کې د طالبانو مسولین وايي، د لرګیو په قاچاق او د ځنګل پر پرې کولو يي بندیز لګولی او هېچا ته به د یادو غیرې قانوني کړنو ترسره کولو اجازه ورنه کړي.

کونړ کې د اطلاعاتو او کلتور سرپرست رئیس مولوي نجیب الله (حنیف) مشال راډیو ته وویل:"د ځنګلونو د ساتنې او د لرګیو د قاچاق د مخنېوي لپاره د اسلامي امارت پالېسې ښکاره ده اود دې لپاره زرغونه قطعه جوړېږي. ولس دې ډاډه اوسېږي، انشاالله چې په دې برخه کې به هېڅ ډول غیرې قانوني کړنې ته اجازه ورنه کړل شي."

د کونړ لیچلام سېمې اوسېدونکي په داسې حال د ځنګل وهلو شکایت کوي چې طالب چارواکو د ځنګلونو ساتلو لپاره د یوې ۴۵۰ کسېزې زرغونې قطعې جوړولو اعلان کړی.

د دوی په خبره چې په کونړ، نورستان، ننګرهار، لغمان، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې به ځای پرځای کېږي، څو د ځنګل وهلو او د لرګیو د قاچاق مخنیوی وکړي.

XS
SM
MD
LG