د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټین د کابل د هوايي ډګر په څنډه کې پر یو کور د د دې هېواد د ځواکونو له لوري هوايي برید کې د لسو عامو افغان وګړو وژل تېروتنه او خواشینوونکې بللې.
هغه په رېګان بنسټ کې یوې ناستې ته د وینا پر مهال وویل، چې ۱۷ ورځو کې د امریکايي ځواکونو په همکارۍ ۱۲۴۰۰۰ تنه له افغانستان څخه و ایستل شو.
د ده په وینا، له همدې امله د دې هېواد ځواکونو د نړۍ لپاره تر ټولو ستر کار کړی دی.
په همدې حال کې د اګسټ پر ۱۹ مه نیټه د امریکايي ځواکونو له لوري د هوايي برید په ترڅ کې د یوې عام افغان کورنۍ لس تنه وژل شوي وو.
د دې کورنۍ پاتې غړی ایمل وايي، د هغه کورنۍ بې ګناه وه او د امریکايي چارواکو بښنې غوښتلو د دوی له کورنۍ نوم بدي لیرې کړې ده.
ایمل وايي که څه هم امریکا ژمنه کړې وه چې د دې کورنۍ ټول غړي امریکا ته انتقالوي خو تر اوسه یې په اړه کوم پرمختګ نه دی شوی.
دی وايي، "موږ بې ګناه کسان وو. هېچاته مو ضرر نه و رسولی، هغه ادعاوې چې هغوی کړې وې، زموږ لپاره بې ارښته وې او آن په ذهن کې مو هم هغسې څه نه و."
د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې په ۲۶مه د داعش ډلې د دوو ځانمرګو بریدونو په پایله کې د ۱۳ امریکايي ځواکونو په ګډون لږ تر لږه ۱۸۲ تنه ووژل شول.
له دې بریدونو ۴ ورځې وروسته، د کابل هوايي ډګر ته څېرمه د امریکايي ځواکونو د هوايي برید پر مهال ۱۰ عام افغان وګړي ووژل شول.
د ولسمشر اشرف غني د حکومت پرمهال د کورنیو چارو پخوانی وزیر مسعود اندرابي وایي، له افغانستانه د وتلو پر مهال د کار فشار او د استخباراتي اطلاعاتو اشتباه د دې لامل شوه، چې امریکايي ځواکونه له تېروتنې سره مخ شي.