د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتون ژغورنې غورځنګ نن په کوټه کې احتجاجي جلسه کوي


پر منظور پښتین او د پښتون ژغورنې غورځنګ پر یو شمېر نورو غړو بلوچستان ته پر ننوتو بندیز دی.
پر منظور پښتین او د پښتون ژغورنې غورځنګ پر یو شمېر نورو غړو بلوچستان ته پر ننوتو بندیز دی.

پښتون ژغورنې غورځنګ د علي وزیر او نورو غړو خوشي کولو لپاره نن په کوټه کې احتجاجي‌ جلسه کوي.

د کوټې په هاکي میدان کې د رابلل شوې احتجاجي جلسې هدف د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ او د جنوبي وزیرستان پارلماني استازي علي وزیر او د غورځنګ د نورو بندي غړو د خوشي کولو غوښتنه ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین پر دې سربېره جلسې ته رسېدلی چې د بلوچستان حکومت د هغه او یو شمېر نورو غړو پر ورتګ بندیز لګولی دی.

د بلوچستان حکومت وايي دا بندیز یې د امن پر ځای ساتلو لپاره لګولی دی خو منظور پښتین او ملګرو یې د بلوچستان حکومت دا ګام ناقانونه بللی دی.

منظور پښتین تر دې وړاندې هم دوه ځله پر بندیز سربېره د بلوچستان پښتون مېشتو سیمو ته تللی دی.

نوموړي د نومبر پر اتمه د احتجاجي لړۍ اعلان کړی وو او دا جلسه د هغې لړۍ برخه ده.

منظور پښتین د فېسبوک له لارې په هغه وينا کې ویلي وو چې د علي وزير، حنيف پښتين، اوېس ابدال، فهيم او رحمت شاه د خوشې کولو لپاره به په کوټه، ټانک او کراچۍ کې جلسې او لاريونونه کوي.

پښتون ژغورنې غورځنګ په دې لړ کې د نومبر پر ۱۴مه په کراچۍ، پېښور او کوټه کې لويې احتجاجي مظاهرې وکړې.

دوی د پاکستان له حکومته غوښتنه وکړه چې د قامي اسمبلۍ غړي علي وزیر په ګډون د غورځنګ ټول نيول شوي غړي او پلویان دې ژر تر ژره خوشې کړل شي.

په دې مظاهرو کې د عوامي نيشنل ګوند او پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړي او یو شمېر مخکښان هم شامل وو.

د منظور پښین له اعلان کړې لړۍ سره سم به په کوټه کې نومبر پر ۲۸مه تر مرکزي جلسه وروسته د دسمبر پر ۵مه نېټه په ټانک او د دسمبر پر ۱۹مه نېټه په کراچۍ کې احتجاجي جلسې کېږي.

تر هغه وروسته به پښتون ژغورنې غورځنګ د دسمبر پر ۲۶مه د سيند اسمبلۍ مخې ته احتجاجي پرلت وهي.

د غورځنګ مشر منظور پښتین اعلان کړی چې که د هغه پرلت پر مهال په لس ورځو کې علي وزیر او د غورځنګ نور غړي خوشي نه شول نو به له کراچۍ د بلوچستان پر لور او له هغه ځایه د خیبر پښتونخوا له لارې د اسلام اباد پر لور اوږد لاریون پیلوي.

علي وزير د ۲۰۲۰ز کال د دسمبر پر ۱۶مه پوليسو نيولی وو او د هغه پرضد د پروسږ کال د دسمبر پر ۶مه د کراچۍ په سهراب ګوټ جلسه کې پوليس تور پورې کوي چې د رياست او ریاستي ادارو پرضد يي ويناکړې وه خو پښتون ژغورنې غورځنګ د پوليسو دغه تورونه بيا بيا رد کړي او وايي چې دوی له قانونې او پرامنه لارې د پښتنو حقونه غواړي.

XS
SM
MD
LG