د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست اوسېدونکي غواړي چې د پاسپورټ وېش ژر پیل شي


د افغانستان د خوست اوسېدونکي او یو شمېر ویزه لرونکي کسان غوښتنه کوي چې په دې ولایت کې دې د پاسپورټونو د ورکړې دریدلی بهیر ژر پیل شي.

ویزه لرونکي کسان وايي، که چیرې دوی ژر خپل پاسپورټونه ترلاسه نه کړي نو په عربي هېوادونو کې به خپلې د کار ویزې له لاسه ورکړي.

سره له دې چې دوه اوونۍ مخکې په خوست کې د پاسپورټ ادارې بیرته په کار پیل کړی خو د یوې اونۍ له فعالیت وروسته يې د پاسپورټونو د ویش بهیر د اداري او تخنیکي ستونزو له کبله ودرید.

د نومبر پر ۲۷مه د دوبۍ یو مسافر سفر خان مشال راډیو ته وویل، یوه اونۍ مخکې يې پاسپورټ داخل کړی، بایو میټریک يې شوی او ۶ ورځې وروسته يې د ویزې وخت ختمیږي، خو اوس دلته پاسپورټونه بند شوي دي.

دی وايي، که یوه لار ورته جوړه نه شي، په دوبۍ کې به خپله د کار ویزه له لاسه ورکړي.

د دوبۍ یو بل مسافر نواب خان هم ورته ستونزه یادوي او وايي، په راتلونکو څو ورځو کې يې ویزه او پاسپورټ په ختمیدو دي.

ده وویل، "دوبۍ ته روان یو، ویزه مو لګولې ده، ویزه په ختمیدو ده، پاسپورټ خو مو ختم ده، تر دولسمې میاشتې يې اعلان کړی چې ویزه لرونکي دې ورشي، موږ غوښتنه کوو چې د پاسپورټونو په وېش کار پیل شي، تر څو ژر تر ژره موږه ولاړ شو."

د وړوکي په نوم یو کس وايي، په عربو کې د کار شرکت ورته درې میاشتې رخصتي ورکړې وه، خو اوس له هغې مودې یوه میاشت ډ‌ېره تیره شوه.

دی وايي، د پاسپورټ لپاره بایومیټریک او نور اداري کارونه يې خلاص دي، یوازې په پاسپورټ کار پاتې دی.

وړوکي وویل، که تر ۶ میاشتو د دوی رخصتي اوږده شي، نو بیا د ورتګ اجازه نه ورکول کیږي.

د خوست د پاسپورټ امر مولوي محمدنوروز زاهد وايي دوی په یوه اونۍ کې د ۵ زرو کسانو د پاسپورټ اخیستلو قانوني پړاونه ترسره کړل، خو د پاسپورټ ریاست د مکتوبي هدایت له مخې يې کارونه د څو ورځو لپاره وځنډیدل.

زاهد زیاتوي، "د خلکو د ضرورت پر اساس مو په یوه اونۍ کې د درې میاشتو کار کړی دی، وروسته بیا د پاسپورټ له ریاست څخه مکتوب راغی چې تاسو یو ګډ کمیسیون جوړ کړئ، نو اوس د همدې لپاره کار څو ورځې معطل شوی دی، موږ عریضې څېړو، د زړو عریضو له څيړلو وروسته به بیا کار مخته روانیږي انشاالله."

بل لوري ته خوست امنیه قوماندان مولوي محبوب شاه قانت بیا د پاسپورټ د بهیر د دریدو لامل د ځای تنګوالی بولي او وايي، دوی د یو داسې ځای په لټه کې دي، چې نارینه او ښځینه وو ته په کې د ناستي اسانتیاوې موجودې وي.

نوموړی زیاتوي، دا ستونزه يې د ولایت له والي سره هم سره هم شریکه کړې او په نېږدې ورځو کې به هواره شي.

د یادونې وړ ده، په افغانستان د طالبانو په واکمنیدو سره د نورو ولایتونو ترڅنګ په خوست کې هم د پاسپورټونو د وېش بهیر ودرید، چې بیا بېرته د روانې نومبر میاشتې په ۱۳مه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پرېکړې له مخې په دې ولایت کې هم د پاسپورټونو د وېش بهیر پیل شو.

سره له دې چې په خوست کې د پاسپورټ اخیستلو لپاره هره ورځ تر یو نیم زرو کسانو مراجعه کوله، خو له یوې اونۍ راپدېخوا د ځینو اداري او تخنیکي ستونزو له کبله دې ولایت کې د پاسپورټونو د وېش بهیر دریدلی دی.

XS
SM
MD
LG