د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جرمني او هالېنډ ډیپلوماټانو کابل کې طالب چارواکو سره لیدلي


د طالبانو حکومت د رئیس‌الوزرا له مرستیالانو سره د جرمني او هالند د لوړپوړو ډیپلوماتو لیدنه.
د طالبانو حکومت د رئیس‌الوزرا له مرستیالانو سره د جرمني او هالند د لوړپوړو ډیپلوماتو لیدنه.

د طالبانو له واکمنېدو را وروسته د نومبر پر ۱۸مه د لومړي ځل لپاره جرمني او هالېنډ خپل لوړپوړي ډیپلوماټان کابل ته واستول چې د افغانستان له سرپرستې ادارې سره وګوري.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت وايي، له طالبانو سره به په راتلونکي کې د تعامل دوام د دوی لخوا د شویو ژمنو په عملي کېدو تړلي وي.

دا خبره د جرمني د بهرنیو چارو وزارت بېګا په یوه اعلامیه کې کړې ده.

دغه وزارت په بیان کې زیاته کړې چې د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي جاسپر ویک او ټاکل شوي سفیر مارکوس پوتزل د نومبر پر ۱۸مه د طالبانو د حکومت له لوړپوړو چارواکو سره وکتل.

له پلاوي سره د هالېنډ ځانګړی استازی ایمیل دی بونټ هم ملګری و.

د بهرنیو چارو وزارت وویل: "دواړو لورو د هغو مسئلو په اړه د عملیاتي اړیکو د دوام اهمیت په ګوته کړ چېرې چې عملي همکاري اړینه او ممکنه ده، په ځانګړې توګه د افغانانو د بشري وضعیت د حل په برخه کې."

د جرمني او هالېنډ ځانګړو استازیو د طالبانو د رئیس‌الوزرا له لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره لیدلي.

برادر پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وړاندې په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر و. ده د تېر افغان حکومت او امریکا د سولې له مرکچیانو سره په مستقیمو او متواترو خبرو سربېره له بهرنیو ډیپلوماتانو او استازو سره وخت په وخت لیدنې کولې.

لوېدیځ حکومتونه د طالبانو سره د ښکېلتیا او د هېواد ناوړه بشري وضعیت ته د رسېدو لپاره د لارو چارو په لټه کې دي، مګر غواړي د نوي حکومت مستقیم ملاتړ څخه ډډه وکړي، کوم چې په نړیواله کچه په رسمیت نه‌دی پېژندل شوی.

د نورو هېوادونو په څېر، په کابل کې د جرمني سفارت د اګسټ په نیمایي کې له هغه وروسته چې طالبانو د پلازمېنې واک په لاس کې واخیست، وتړل شو.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په داسې حال کې چې د ژمي په رارسېدو جرمني او هالېنډ له اړمنو افغانانو سره د پراخې مرستې چمتووالی لري طالب چارواکو ژمنه کړې چې له خلکو سره د بشرپالو د تماس زمینه برابروي.

ډیپلوماټانو د ښځو د حقونو او زده‌کړو مسئله هم راپورته کړه او ترڅنګ‌یې د تعلیم او روغتیا سکټورونو لپاره د اضافي ملاتړ یادونه وکړه.

د طالبانو د حکومت له‌خوا له شپږم ټولګي پورته نجونې په نږدې ټولو ولایتونو کې له ښوونځیو محرومې دي او ترڅنګ‌یې د بېلابېلو څانګو ښځینه کارکوونکې هم په کور کېنول شوي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي طالبانو منلې چې د نجونو او هلکانو لپاره د تعلیم یو رنګه زمینه برابره شي او د دوی په خبره چې تعلیم د افغانستان یوه ملي اړتیا ده.

د جرمني او هالېنډ ځانګړو استازو طالب چارواکو ته ویلي چې د دوی هېوادونه چمتو دي داسې لارې چارې ولټوي چې په ذریعه‌یې د روغتیا او پوهنې په برخو کې د کارکوونکو معاشونه په مستقیم ډول د نړیوالو مؤسسو له لارې ورکړل شي.

طالبان واک ته له رسېدو راهیسې د ملکي مأمورینو د معاشونو په ورکولو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت همداراز ویلي چې طالبانو یو وار بیا ټولو ته د خپلې عمومي عفوې او هم د ټولو هغو افغانانو د خوندي عبور ډاډ ورکړی چې غواړي له هېواد ووځي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې د طالبانو دا ژمنې دوی په پام کې لري او په راتلونکي کې له طالبانو سره هر ډول تعامل د همدغو ژمنو په پلي کېدو تړلی دی.

XS
SM
MD
LG