د لاسرسي ځای

تازه خبر

نن د پاکستان او بنګله ديش ترمنځ لومړۍ۲۰ اوريزه لوبه کېږي


په ۲۰ اووریز نړیوال جام کې د پاکستان کرکټ ملي لوبډله.
په ۲۰ اووریز نړیوال جام کې د پاکستان کرکټ ملي لوبډله.

د پاکستان او بنګله ديش ترمنځ لومړۍ۲۰ اوريزه لوبه به نن(د نومبر پر ۱۹مه) د ډاکه په شير بنګله لوبغالي کې کېږي.

پاکستان کرکټ بورډ د نومبر پر ۱۸مه د لومړي مېچ لپاره د ۱۲ لوبغاړو نومونه اعلان کړل چې ترمخه يې بابر اعظم کپتان او شاداب خان به مرستيال کپتان وي او په نورو لوبغاړو کې محمد رضوان، فخر زمان، شعېب ملک، محمد وسيم جونير، محمد نواز، خوشدل خان، حیدر علي، حسن علي، حارث روف، او شاهين شاه اپرېدی شامل دي.

د دواړو ټيمونو ترمنځ به دويم مېچ د نومبر پر ۲۰مه او درېيم مېچ به د نومبر پر ۲۲مه هم په ياد ميدان کې کېږي.

پاکستان او بنګله ديش به دوه ټېسټ ميچونه هم کوي چې لومړۍ به د نومبر پر ۲۶مه او دويمه به د دېسېمبر پر څلورمه وي.

XS
SM
MD
LG