د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسټراليا له پاکستانه د نیمه پایلوبې په ګټلو سره د ټي ۲۰ کرکټ نړیوال جام فاینل ته ووته


بابر اعظم د اسټرېليا لوبغاړو ته مبارکي وايي
بابر اعظم د اسټرېليا لوبغاړو ته مبارکي وايي

د پاکستان او اسټراليا ترمینځ د شل اوورونو جهاني جام نیمه پایلوبه ښايي د دې ټورنمنټ یو له هغو ځینو لوبو وي چې د دواړو سیالو غاړو پرېوتل او پورته کېدل له وړاندوینو سره هېڅ سمون نه دی خوړلی.

د لوبې تر پایه پاکستانۍ لوبډله برلاسې ښکارېده خو وروستیو درې اوورونو کې د مېتیو وېډ او مارکوس سټوینس جوړۍ د سپین او فاسټ باولرانو هرخنډ د خپلو څلوریزو او شپږیزو په څپو کې له مینځه یووړ. په ۱۹م اوور کې حسن علي‌د وېډ کېچ و نه نیولی. د پاکستان لوبډلمشر بابر اعظم تر لوبې وروسته وويل چې د دغه کېچ نه نيول او وروستيو درې اورونو کې د اسټراليا لخوا ډير رنزونه د دوی د بايللو مهم سبب وو.

کله چې پاکستانۍ لوبډلې اسټراليا ته د ۱۷۷ منډو موخه وټاکله نو پر ټېلیویژني پرده هم تر ډېره دا وړاندوېنه کېدله چې د اسټرېلیا د ګټلو چانس ۱۸٪ دی او د پاکستان هغه ۸۸٪ دی. خو بخت ښايي نن د پاکستانۍ لوبډلې له تنډې الوتی وو.

د دوبۍ لوبغالي کې د نومبر ۱۱مې (نننۍ) نیمه پایلوبې پچه اسټراليا وګټله او پاکستانۍ لوبډلې ته يې لومړی بېټینګ ورکړ. پاکستان په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۶ منډې وکړې خو د اسټرېليا په لوبغاړو کې ډېویډ وارنر۴۹، مارکوس سټوینس ۴۰ او مېتیو وېډ په ۱۷ بالونو ۴۱ منډې جوړې کړې او لوبه یې وګټله.

په پاکستاني بالرانو کې شاداب خان څلور لوبغاړي وسوځول. تر دې وړاندې د بېټینګ په برخه کې په پاکستاني لوبغاړو کې تر ټولو زیاتې ۶۷ منډې محمد رضوان جوړې کړې. د اسټراليا له لوري لوبه کپتان ارون فینچ او ډېویډ وارنر پرانستله خو فینچ، شاهین شاه اپرېدي بې له منډې جوړولو وسوځاوه.

شاهين اپريدی چې په نورو لوبو کې د پاکستان لپاره ښه ځلیدلی وو نن ډېر رنزونه ورکړل
شاهين اپريدی چې په نورو لوبو کې د پاکستان لپاره ښه ځلیدلی وو نن ډېر رنزونه ورکړل

بابر اعظم او محمد رضوان د پاکستان له لوري لوبه پیل کړه. پاکستان د ۱۴ اوورونو له لوبې وروسته ۱۱۱ منډې ترلاسه کړې. د لوبې لسم اوور کې بابر اعظم د ۳۹ منډو له جوړولو وروسته کیچ اوټ سو او پاکستان لومړۍ لوبغاړی وبایللی.

د بابر اعظم پرځای فخر زمان او د محمد رضوان له سوځېدو وروسته اصف علي لوبې ته ودانګل. فخرالزمان په ۳۲ بالونو ۵۵ منډې وکړې او د لوبې تر پایه پاتې شو. خو نن د بخت ستوری د اسټراليا په برخه وو. ميتيو وېډ په ۱۷ بالونو ۴۱ منډې وکړي او د لوبې غوره لوبغاړی شو. د اسټراليا لوبډلمشر،‌ ارون فينچ تر لوبې وروسته وويل: ((خوندوره او حيرانونکې لوبه وه.))

په دې ټي ۲۰ نړیوال ټورنمنټ کې پاکستانۍ لوبډلې پرله پسې د پینځو لوبو تر ګټلو وروسته نیمه پایلوبې ته رارسېدلې وه او د ټورنمنټ یو له غوره ټیمونو وه. اسټراليا په تېرو پينځوو سياليو کې یوازې له انګلېنډه ماتې خوړلې وه. پاکستان په ۲۰۰۹ کال کې د شل اوریز كرکټ نړیوال جام ګټلی دی، خو اسټرېلیا لا ورته په تمه ده.

د دې لوبو پايلوبه به د نيو زيلېنډ او اسټراليا ترمنځ د نومبر په ۱۴مه کېږي.

XS
SM
MD
LG