د لاسرسي ځای

تازه خبر

نیوزيلېنډ نیمه پایلوبې ته ورسېد خو پاکستان له اسټرالیا سره نن ډغره وهي


نيوزيلېنډ لوبغاړي له انګلستانه د لوبې تر ګټلو وروسته خوشالي کوي
نيوزيلېنډ لوبغاړي له انګلستانه د لوبې تر ګټلو وروسته خوشالي کوي

د ۲۰ اوریز نړيوال کرکټ کپ په ړومبي سيمې فاينل کې نيوزيلېنډ لوبډلې انګلېنډ ته په پینځه وکټو ماتې ورکړه او فاينل ته يې لار پیدا کړه.

د نومبر پر ۱۰مه په ابوظهبۍ کې شوې دې لوبه کې لومړی بېټينګ انګلېنډ وکړ او د څلورو لوبغاړو په سوځېدو یې په ټولو ۲۰ اورونو کې ۱۶۶رنزونه جوړ کړل. د دې په ځواب کې نيوزيلېنډ په اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو يوازې منډې جوړې کړې او مېچ يې وګټلو.

د انګلېنډ معين علي په ۳۷ بالونو د دوو چکو او درېو چوکو په مرسته۵۱ رنزونه جوړ کړل.

ډېوډ ملان چې په ۳۰ بالونو يې ۴۱ رنزونه جوړ کړل، د ټم ساوتي په بال اوټ شو.دغه راز جاس بټلر چې په ۲۴ بالونو يې د څلورو چوکو په مرسته ۲۹ رنزونه جوړ کړل، د اش سودي په بال اوټ شو.

د نيوزيلېنډ ټم سوتي، اېډم ملنی، اش سودي او جېمز نيشام يو يو وکټ واخست.

د نيوزلېنډ ډېون کانوایې په ۳۸ بالونو د يوې چکې او پينځه چکو په مرسته ۴۶ رنزونه جوړ کړل. ډېر مېچل په ۴۰ بالونو رنزونه جوړ کړل.

د شل اوريز نړيوال کپ دوهم سيمې فاينل مېچ به سبا په ۱۱ نومبر د پاکستان او اسټراليا ترمنځ د پېښور پر وخت ماښام په اووه بجې په دوبۍ کې شورو کېږي.

د شل اوريز نړيوال کپ فاينل مېچ به په ۱۴ نومبر دوبۍ کې وي. دا ټورنمنټ چې په ۱۷ اکتوبر په عمان او متحده عربي عماراتو کې پېل شو ، پکې شپاړلس لوبډلو برخه واخیسته خو يوازې څلور لوبډلې لکه پاکستان، انګلېنډ، نيوزيلېنډ او اسټراليا سيمې فاينل مېچونو ته په وتو کې بريالۍ شوې.

XS
SM
MD
LG