د اووم شل اوريز نړيوال کرکټ کپ لومړی سيمي فاينل لوبه د نومبر پر ۱۰مه په ابوظهبۍ کې د انګلېنډ او نيو زیلېنډ ترمنځ پیل کېږي چې د پېښور پر وخت ماښام اووه بجې به وي.
د کرکټ په ډګر کې د تجربې او پخوانيو لاسته راوړنو باوجود دا دواړه لوبډلې ځينې کمزورۍ لري چې په سيمي فاینل کې د دوی لپاره مشکلات جوړولای شي.
جېسن روی: په سوپر ۱۲ پړاو کې د جنوبې افریقا خلاف په اخري لوبه کې د انګلېنډ لوبډلې اوپنر جېسن روې په خپي د بال لګېدو له کبله ټپي شوی وو او اوس په سيمي فاينل کې نه لوبېږي.
د جېسن روی پر ځای جېمز ونس په ټيم کې شامل دی.
که څه هم روی تر دې دمه په ټورنمنټ کې يوازې يوه ۵۰ جوړه کړې خو تل يې په لږو بالونو د ډېر منډو جوړولو سره خپلې لوبډلې ته د بېټنګ لپاره يو ښه اغاز ورکړی. په ټيم کې د روی نه ګډون د انګلېنډ اوپننګ جوړه او د لوبډلې منصوبې اغېرمنولای شي.
ډېت اورز يا اخري اورونه: د جنوبي افریقا خلاف په وروستي مېچ کې د انګلېنډ بالرانو په ډېت اورز يا اخري اورونو کې ښه بالنګ ونه کړ چې له کبله يې افریقا دغه مېچ وګټلو.
انګلېنډ په ټيم کې ټايمل ملز د دې لپاره شامل کړی وو چې په اخرو اورونو کې پرې ډېر رنز جوړ نه شي خو له بده مرغه هغه هم زخمي شو. دغه راز تېز بالران کرس ووکس او مارک ووډ هم ونه توانېدل چې په اخرو اورونو کې د منډو مخه ونيسي.
سپېنران
د جېسن روی د نه موجودګۍ باوجود د انګلېنډ بېټسمېنان د تېز باولرانو خلاف ډېر ښه لوبه کوي خو د جاش بټلر علاوه نورو بېټسمېنانو يې د سپېنرانو خلاف غوره لوبه نه ده کړې.
د دې ټورنمنټ په يو مېچ کې انګلېنډ وېسټ انډيز په ۵۵ منډو اوټ کړ خو دغه هدف انګلېنډ د څلورو وکټو په تاوان پوره کړ چې په کې دوه وکټې ځوان سپېنر عقيل حسېن واخستې.
دغه راز د انګلېنډ خلاف په مېچ کې د جنوبې افریقا سپېنر تبرېز شمسي دوه لوبغاړي اوټ کړل. د سريلنکا سپېنر ونندو هسارنګا هم په څلورو اورونو کې يوازې په ۲۱ منډو ورکولو د انګلېنډ درې لوبغاړي اوټ کړل.
دې ته په کتو کېدای شي نن په سيمي فاينل مېچ کې د نیو زیلېنډ تجربه کار سپېنر اش سوډي د انګلېنډ لپاره مشکلات جوړ کړي.
د اوپنرانو په کارکردګۍ کې عدم تسلسل
که څه هم په شل اووريز نړيوال کپ کې د نيوزي لېنډ کارکردګي ښه وه او د سوپر ۱۲پړاو په ګروپ بي کې نيوزي لېنډ له پاکستان پرته نورو ټولو لوبډلو ته ماتې ورکړه خو د دې لوبډلې تر ټولو لویه مسله اوپننګ دی.
که څه هم مارټن ګپټل او ډېرل مېچل ښه لوبغاړي دي خو په دې ټورنمنټ کې يې په کارکردګۍ کې تسلسل نه وو.
مارټن ګپټل د سکاټلېنډ خلاف ۹۳ رنز جوړ کړل خو په پاتې څلورو مېچونو کې يې ۳۰ رنز هم جوړ نه کړل. دغه راز ډېرل مېچل د هند خلاف ۴۹ رنز جوړ کړل خو د سکاټلېنډ ،نمېبيا او افغانستان خلاف يې په پرله پسې توګه ۱۳ ،۱۹ او ۱۷ منډې جوړې کړې.
اېډم مېلنې
نیو زیلېنډ د لوکی فرګوسن په څېر د تېز بالر د زخمي کېدو له کبله اېډم ملنی په ټيم کې شامل کړی دی.
مېلنې د فرګوسن همره تجربه نه لري او همدغه وجه چې د هند خلاف په مېچ کې پرې په پرله پسې پنځه چوکې ولګېدې.د انګلېنډ خلاف په سيمي فاينل مېچ کې په نوموړي چکې او چوکې لګېدای شي.
که څه هم د انګلېنډ بېټسمېنان د نیو زیلېنډ باولرانو اش سوډي، ټرېنټ بولټ او ټم ساوتي ته چمتو دي خو د جنوبي افریقا خلاف مېچ دا وښوده چې د انګلېنډ بېټنګ هم په فشار کې راتلای شي.
د شل اووريز نړيوال کپ دوهم سيمی فاينل مېچ به د نومبر پر ۱۱مه د پاکستان او اسټراليا ترمنځ د پېښور پر وخت ماښام په اووه بجې په دوبۍ کې پیل کېږي.
بشپړه راپور د غږ پر ځای کې اورېدای شئ.
د شل اووريز نړيوال کپ فاينل مېچ به د نومبر پر ۱۴ دوبۍ کې وي.
دا ټورنمنټ چې د اکتوبر پر ۱۷مه په عمان او متحده عربي عماراتو کې پیل شو، پکې ۱۶ لوبډلو برخه واخېسته خو يوازې څلور لوبډلې لکه پاکستان، انګلېنډ، نیو زیلېنډ او اسټراليا سيمي فاينل مېچونو ته په وتو کې بريالۍ شوې.