د لاسرسي ځای

تازه خبر

نن په نوي ډیلي کې د افغانستان په اړه غونډه ده


نوي ډیلي کې یوه ودانۍ.انځور- ارشیف
نوي ډیلي کې یوه ودانۍ.انځور- ارشیف

په نوي ډیلي کې د نومبر پر ۱۰مه د افغانستان لپاره په یوه غونډه کې د سیمې د یوشمېر مهمو هېوادونو استازې برخه اخلي.

بل لور ته نن اسلام اباد د طالبانو د رژیم د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ د یوه پلاوي کوربه دی.

د نوي ډیلي په غونډه کې د روسیې، ایران، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان او قرغزستان د ملي امنیت سلاکاران برخه اخلي. پاکستان ته هم هند په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې وه، خو د پاکستان د ملي امنیت سلاکار موید یوسف ویلي دي چې په دې غونډه کې برخه نه شي اخیستلی.‎

د طالبانو استازیو ته د هند په غونډه کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې، خو د طالبانو مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني مشال راډیو ته د خبرو پر مهال سیمه ییزې غونډې د افغانستان په خیر وبللې.

نوموړي وویل: "د سیمې هېوادونه او ګاونډیان متفق دي چې په افغانستان کې امنیت وي، افغانستان کې اقتصادي پرمختګ وي او په خپلو پښو ولاړ وي، ځکه چې دا هم د افغانستان په ګټه دی او هم د سیمې. اسلامي امارت د دغه ډول غونډو په اړه اندېښنه نه لري او په دې نظر دی چې باید په راتلونکې کې په دا ډول غونډو کې په مستقیم ډول حضور ولري."

د طالبانو استازیو ته د هند په غونډه کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې
د طالبانو استازیو ته د هند په غونډه کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې

هند د افغانستان د پخواني ډموکراټیک حکومت حمایت کاوه او داسې ښکاري چې پاکستان د طالبانو د حکومت ملاتړی دی.

د نوي ډيلي د غونډې مشري د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت ډوال کوي.

ډوال د نومبر پر نهمه په نوي ډیلي کې د تاجکستان د ملي امنیت له سلاکار رحمت جان محمود زاده سره د خبرو پر مهال له افغانستانه بهر ته د متوجه ترورستي ګواښ په اړه اندېښنه ښکاره کړه.

د هندي رسنیو په وینا، ډوال د نومبر پر نهمه د ازبکستان د ملي امنیت له سلاکار ویکتور مخدوموف سره هم وکتل او د دې کتنې پر مهال دواړو دا سلا وکړه چې د افغانستان د راتلونکي په اړه باید افغانان په خپله پرېکړه وکړي.

هندي رسنۍ وایي چې د ملي امنیت د سلاکارانو په نننۍ غونډه کې به د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه چې په افغانستان کې د وروستي بدلون په نتیجه کې ورته متوجه دی بحث وشي.

XS
SM
MD
LG