د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان جمهوري تحریک د حکومت ضد نوي احتجاجونه اعلان کړل


دا پرېکړه د نومبر پر شپږمه د پاکستان جمهوري‌ تحریک په هغه انټرنیټي غونډه کې شوې ده چې مشري یې مولانا فضل الرحمان کوله. 
دا پرېکړه د نومبر پر شپږمه د پاکستان جمهوري‌ تحریک په هغه انټرنیټي غونډه کې شوې ده چې مشري یې مولانا فضل الرحمان کوله. 

پاکستان جمهوري تحریک د نومبر له ۱۳مې یو ځل بیا د حکومتي کړنلارو او ګرانۍ خلاف په هېواد کې د احتجاجونو پیلولو اعلان کړی دی.

دا پرېکړه د نومبر پر شپږمه د پاکستان جمهوري‌ تحریک په هغه انټرنیټي غونډه کې شوې ده چې مشري یې مولانا فضل الرحمان کوله.

د یاد تحریک سیکټري جنرل شاهد خاقان عباسي په یو بیان کې د دې راتلونکو حکومت ضد احتجاجي جلسو تفصیل وړاندې کړی دی.

په بیان کې ویل شوي‌ چې د نومبر پر ۱۳مه به په کراچۍ، پر ۱۷مه په کوټه او د نومبر پر ۲۰مه به پېښور کې احتجاجونه کوي.

بیان زیاته کړې چې له دې وروسته به په لاهور کې احتجاج کوي او بیا به له دغه ښاره د اسلام اباد پر لور پیاده روانېږي.

شاهد خاقان عباسي یو ځل بیا د پاکستان جمهوري تحریک دا دریځ تکرار کړی چې په هېواد کې ګراني د وزیراعظم عمران خان د حکومت د درغلیو نتیجه ده.

په بیان کې غوښتنه شوې چې حکومت باید د تېلو او بجلۍ په ګډون د بیلا بېلو شیانو په نرخونو کې د اضافې پرېکړه بیرته واخلي.

د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف حکومت وايي، ګراني په ټوله نړۍ کې راغلې ده او د دوی په وینا، د سیمې د نورو هیوادونو پرتله په پاکستان کې بیا هم ارزاني ده.

عمران خان ویلي چې بیا هم په ملک کې د ګرانۍ قابو کولو هڅه کوي او هیله لري چې ډېر ژر به پکې بریالي شي.

عمران خان د نومبر پر دویمه د ګرانۍ له کبله د ۱۲۰ اربه روپیو مرستو اعلان وکړ. د ده په وینا، په دې کې به رعایت هغو خلکو ته ورکول کېږي چې ډېر مستحق دي.

د عمران خان له خوا د اعلان شوي پېکج له مخې به تر راتلونکو شپږو میاشتو بوره، غوړي، د غنمو اوړه، او داسی نور ضروري خوراکي توکي ۳۰ فیصده ارزانه شي.

عمران خان ویلي چې تیل به ګرانېږي او د ده په وینا، د دې امکان هم شته چې د ګېس بحران هم رامنځ ته شي. دا په داسې وخت کې ده چې په پاکستان کې ژمی پر پیل کېدو دی.

په پاکستان جمهوري تحریک کې شاملو ګوندونو د عمران خان له خوا له ولس سره اعلان کړې مرستې رد کړې دي.

دا ګوندونه تور پورې کوي چې د عمران خان په مشرۍ حکومت په درغلیو راوستل شوی دی نو ځکه د ملک د چارو پرمخ وړلو وړتیاوې نه لري.

دوی غوښتنه کوي چې اوسنی حکومت دې استعفا وکړي‌ او زر تر زره دې په ملک کې داسې شفاف انتخابات وشي چې د دوی په وینا د پوځ پکې هیڅ رول نه وي.

د عمران خان په مشرۍ حکومت او پوځ دواړه د حکومت مخالفو ګوندونو دا تورونه په سختۍ ردوي چې ګواکې اوسنی حکومت پوځ په درغلیو راوستی دی.

د تحریک انصاف حکومت وايي چې د دوی مخالف ګوندونه د دې لپاره احتجاجونه کوي چې د خپلو مشرانو درغلۍ پټې وساتي.

په پاکستان کې عام انتخابات د ۲۰۱۸م کال د جولايي پر ۲۵مه شوي وو او راتلونکې ټاکنې به په ۲۰۲۳م کال کې ترسره کېږی.

XS
SM
MD
LG