د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیګار: د افغانستان په تېره ۲۰ کلنه جګړه کې نېږدې ۷۰ زره سرتېري او پولیس وژل شوي


دا شمېرې د افغانستان د بیارغاونې د څار ځانګړې ادارې خپرې کړي. انځور- ارشیف
دا شمېرې د افغانستان د بیارغاونې د څار ځانګړې ادارې خپرې کړي. انځور- ارشیف

د افغانستان د بیارغاونې د څار ځانګړې ادارې "سیګار" په خپرو کړو شمېرو کې راغلي چې د افغانستان په تېره ۲۰ کلنه جګړه کې نېږدې ۷۰ زره سرتېري او پولیس وژل شوي

دا شمېرې یوازې د مخکني افغان حکومت په امنیتي او دفاعي ځواکونو او بهرنیو عسکرو پورې محدودې دي.

سیګار لیکي، په تېرو ۲۰ کلونو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ۶۰ تر ۷۰ زره سرتېري وژل شوي دي.

دا مرګژوبله د مخامخ جګړې، ځانمرګو بریدونو او چاودنو په پایله کې افغان سرتېرو ته اوښتې ده.

دې ادارې دا ارقام د امریکا د لوی درستیز مارک مېلې له قوله خپاره کړي دي.

د سیګار په رپورټ کې په افغانستان کې د وژل شوېو امریکايي عسکرو او قراردادیانو شمېر هم یاد شوی دی.

رپورټ لیکي، افغانستان کې د ۲۰۰۱ز کال د اکتوبر له ۷ مې نېټې د ۲۰۲۱ز کال د اګسټ تر ۳۱مې نېټې ۱۹۱۰ تنه امریکايي عسکر وژل شوي او ۲۰زره ۶۸۶ نور ټپیان شوي دي.

سیګار په ۲۰۲۰ز کال په افغانستان کې د وژل شوېو امریکايي عسکرو شمېر ۲۵۴۳ تنه ښودلی وو خو د افغانستان د بیارغاونې د څار ځانګړې اداره وايي، د ۲۰۲۱ز کال په دې خپرو شوېو شمېرو کې هغه ۴۱۵ تنه شامل نه دي چې د مړینې یا هم وژنې دلایل یې نور دي.

سیګار په خپل رپورټ کې په افغانستان کې د وژل شوېو امریکايي او نورو قراردادیانو شمېر ته هم اشاره کړې ده.

سیګار په ۲۰۲۰ز کال په افغانستان کې د وژل شوېو امریکايي عسکرو شمېر ۲۵۴۳ تنه ښودلی
سیګار په ۲۰۲۰ز کال په افغانستان کې د وژل شوېو امریکايي عسکرو شمېر ۲۵۴۳ تنه ښودلی

د ۲۰۰۲ز کال د اپرېل له ۱۷مې نېټې تر ۲۰۱۸ز کال د دسېمبر تر ۳۱مې نېټې په دې هېواد کې د ۴۵ امریکايي قراردادیانو په ګډون لږ تر لږه ۱۲۳۳ تنه چې د بیا رغونې په چارو بوخت وو، وژل شوي دي.

په همدې موده کې د ۳۸ امریکايي قراردادیانو په ګډون ۱۴۲۷ تنه نور ټپیان شوي هم دي.

خو د سیګار په راپور کې د تېرې ۲۰ کلنې جګړې پر مهال د وژل شویو طالبانو شمېر نه دی یاد شوی.

د دې ترخنګ د دې کال په رپورټ کې د ملکي کسانو وژنو ته هم اشاره نه ده شوې، خو د افغانستان د بیارغاونې د څار ځانګړې ادارې په ۲۰۲۰ز کال په خپل رپورټ کې په افغانستان کې د وژل شوېو ملکیانو شمېر نږدې ۴۸ زره تنه ښودلی وو.

د سیګار د تېر کال په رپورټ کې په افغانستان کې د نورو هېوادونو د وژل شوېو عسکرو شمېر هم ۱۱۷۷ تنه یاد شوی و.

شنونکی عبدالباري عارض مشال راډیو ته وویل، دا شمېرې د هغو ډیټابېسونو له مخې چمتو شوي چې امریکايي ځواکونو په افغانستان کې د پېښو او افغان ځواکونو ته د هر ډول مرګژوبلې وروسته، ثبت کړي دي.

عارض زیاته کړه، "د دوی اوسني ارقام چې د افغان سرتېرو د مرګ‌ژوبلې په اړه یې وړاندې کړي، تر ډېره بریده پورې ممکن ده چې واقعیت وي او یا هم واقعیت ته ډېر نږدې وي. په افغانستان کې د دوی څېړنې کېدای شي د بېلابېلو ډیټابېسونو د تحلیل او څېړنې پایله وي. "

د افغانستان ګوښه شوي ولسمشر اشرف غني د ۲۰۱۹ز کال د جنورۍ پر ۱۸مه نېټه له سي‌.اېن‌.اېن ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي و، د لومړي ځل واکمنۍ له پیل یې نېږدې ۴۵ زره افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه ترهګرو سره نښتو کې وژل شوي.

خو یو احتمال او اندېښنه دا هم ده چې په افغانستان کې د جګړو او نورو پېښو له امله د مرګژوبلې کره شمېره تر ډېره وسایلو او سیمو ته د نه لا‌سي له امله نه ثبتېږي.

XS
SM
MD
LG