د لاسرسي ځای

تازه خبر

چترال: حکومت په ۱۶۰ زره ‌ډالره د غرڅه د ښکار اجازت نامه ورکړې


د کوز چترال د ځنګلي حیات د محکمې یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل دوی د مارخور د ښکار لپاره د ټرافي هنټنګ په نامه اجازت نامي ورکړې دي.
د کوز چترال د ځنګلي حیات د محکمې یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل دوی د مارخور د ښکار لپاره د ټرافي هنټنګ په نامه اجازت نامي ورکړې دي.

غرڅه یا مارخور چې د پاکستان قامي ځناور دی او د خیبر پښتونخوا د چترال په ګډون د پاکستان په ځینو نورو سیمو کې هم شته، خو په دې وروستیو کې له چتراله په ځینو رپورټونو کې ورکړل شول چې هلته د مارخور نسل په کمېدو دی.

له چتراله د قامي اسمبلۍ غړي عبدالاکبر چترالي په دې اړه په کوز چترال کې د تېر اکتوبر په میاشت کې یو خبري غونډې ته ویلي ول چې په چترال ګول نېشنل پارک کې د مارخور شمېره له ۲،۸۰۰ نه اوس اته سوو ته کمه شوې ده.

د نومبر پر پنځمه له مشال راډیو سره په خبرو کې عبدالاکبر چترالي وویل حکومت د چترال ګول نېشنل پارک هغو ملازمینو او ساتونکو ته تنخاګانې ورکول بند کړي دي چې د مارخور او ځینو نورو ځناورو د نسل خوندي ساتلو او د غېر قاني ښکار مخه یې نیوله.

ده وویل، "تر ۲۰۱۶م کال وروسته د چترال په نېشنل پارک کې چې کوم ساتونکي یا د ځنګلي حیات د خوندي ساتلو کارکونکي ول زیاترو ته تنخاګانې ورکول بند شوي دي او له دې سره غېر قانوني ښکار هم زیات شوی دی."

ده زیاته کړه چې په ۲۰۱۹ م کال کې د چترال په نېشنل پارک کې د مارخو شمېره ۲۸۶۸ وه خو اوس د ده په وینا، داسې اټکل کېږي چې دا شمېره اتو سوو ته ټیټه شوې ده.

د چترال ګول نېشنل پارک پر ۷۷۵۰ ایکړه مځکه پروت دی. په دې پارک کې د ځنارو ښکار غېر قانوني دی او له مارخور سره سره پکې ځینې نور ځناور لکه پړانګان، سایبیرین اییبېکس، هیمالایي مېلو او ځینې نور ځناور ژوند کوي.

بلخوا په کوز چترال ضلعه کې د نومبر پر څلورمه د مارخور د ښکار اجازت نامه په یو لاک او ۶۰ زره ډالره ورکړل شوې ده.

د کوز چترال د ځنګلي حیات د محکمې یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل دوی د مارخور د ښکار لپاره د ټرافي هنټنګ په نامه اجازت نامي ورکړې دي.

د نوموړي ترمخه لومړۍ په یو لاک ۶۰ زره ډالره،دوهمه په یو لاک ۵۵ زره او دریېمه په یو لاک ۳۵ زره ډالره کې خرصه شوې ده.

د کوز چترال د ۳۵ زره ابادي لرونکیو هغو کلیو چې د مارخور د ښکار اجازت پکې ورکړل شوی دی، یو مشر محمد مظفر خان د نومبر پر پنځمه مشال راډیو ته وویل د مارخور ښکار به د دسمبر په میاشت کې پېلېږي.

ده وویل، "په کال کې یوازې د دسمبر میاشتې نه تر فیبرورۍ ښکار کیږي،حکومت د مارخور د ښکار لپاره یوازې په دې دریو میاشتو کې اجازت ورکوي،او د دې نه علاوه د مارخور ښکار بیخې منعه دی."

ده زیاته کړه چې د دې ښکار زیاتره پېسې د ټولنې د پرمختګ پر کارونو لګول کیږي.

ده وویل، "دلته په کوز چترال کې په توشي شاشا او ګولېن ګول کې د مارخور ښکار کیږي او په نېشنل پارک کې خو غېر قانونی دی.

ده زیاته کړه، "دا وخت له موږ سره په کوز چترال کې د دریو زرو پورې ماخور شته."

محمد مظفر خان وایي د چترال ګول نیشنل پارک انتظام له دوی نه جدا دی او هلته د مارخور او د نورو ځناورو شمېره هم بیله ده.

بلخوا د چترال یو ځایي خبریال زر عالم خان د نومبر پر پنځمه مشال راډیو ته وویل اوس په ټولنه کې د مارخور او یا نورو ځناورو د نسل خوندي ساتلو لپاره پوهه زیاته شوې ده او ځایي خلک کوشش کوي چې د غېر قانوني ښکار مخه ونیسي.

ده وویل، "د مارخور ښکار چې ټرافي هنټنګ ورته وایي پکې یوازې د هغه مارخور د ښکار اجازت ورکول کیږي چې عمر یې زیات وي،دغه پېسې بیا د ماخور د نسل پر خوندي کولو او د ټولنې د پرمختګ په کارونو لګول کیږي. که څه هم زه خپله د ښکار په حق کې نه یم خو د مارخور ښکار اوس محدود کړل شوی دی، زیاتره بهرنیان پکې برخه اخلي، اوس هم د ترکي یوې ښځې د مار خور د ښکار اجازت نامه اخیستې، دوی د دې ښکار شوق لري"

د چترال ګول نېشنل پارک د ځنګلي حیات چارواکي وایي په ځینو راپورونو کې هلته د مارخور ورکړل شوې شمېره کره نه ده.

د چترال فارسټ افیسر سید سرمد حسېن شاه د نومبر پر پنځمه مشال راډیو ته وویل چترال ګول نېشنل پارک ۷۷۵۰ ایکړه مځکه لري او هلته د مارخور کره شمېره لګول ګرانه ده.

ده وویل، "د نړۍ د یو نېشنل پارک د ځناورو کره شمېره څوک نه شي ورکولای دا ډېره لویه او غرییزه سیمه ده، ځینو خلکو چې دلته د ماخور کومه شمېره ښودلې هغه هم ممکنه ده سمه نه وي،خو دا خبره کولای شم چې په چترال ګول نېشنل پارک کې د مارخور شمېره زیاته شوې ده."

ده وویل، د نېشنل پارک ځینو کارکونکیو تنخاګانې بندې دي او دوی په دې اړه رپوټ د ماحولیاتي بدلون وزارت ته لیږلی دی.

د ده په وینا، دا له هغوي سره راځي خو هلته د ټولنې مشران داسې فکر کوي چې د تنخاګانو نه ورکولو له وجې د مارخور شمېره کمه شوې ده.

د چترال ځینې ټولنیز او سیاسي مشران هم وایي چې د نېشنل پارک ځینو ملازمینو ته تنخاګانې نه ورکول کیږي نو ځکه هلته د مارخور غېر قانوني ښکار کیږي.

مارخور چې د خپلو اوږدو ښکرو له وجې ډېره مشهورتیا لري او چترال ته یې د ښکار لپاره له بهر هېوادونو هم خلک ورځي.

غرڅه یا مارخور د خیبر پښتونخوا د چترال تر څنګ د بلوچستان په ځینو سیمو او د پاکستان تر واک لاندې کشمیر په ځینو سیمو کې هم لیدل کېږي.

XS
SM
MD
LG