د لاسرسي ځای

تازه خبر

پرایس: د ټول‌ګډونه حکومت هڅې د اشرف غني وتلو بې ګټې کړې


له واکه لیرې شوی افغان ولسمشر محمد اشرف غني
له واکه لیرې شوی افغان ولسمشر محمد اشرف غني

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو په لاس د افغانستان د سقوط د څرنګوالي په اړه څرګندونې وکړې.

د دغه وزارت ویاند ند پرایس د چارشنبې په ورځ ناوخته په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، له واکه د لیرې شوي افغان ولسمشر محمد اشرف غني له کابله وتل او د افغان حکومت سقوط د دې لامل شو چې په افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت د جوړېدو لپاره هڅې بې‌ګټې کړې.

ښاغلي پرایس وویل چې طالبانو ته په سوله‌ییز ډول د واک انتقال او په ټول‌ګډونه حکومت هوکړه شوې وه، خو له کابله د پرځول شوي افغان ولسمشر محمد اشرف غني وتل دا هر څه ګډوډ کړل.

نوموړي ویلي کوم پلان چې امریکا جوړ کړی و له مخې يې تېرې ۲۰ کلنې لاسته راوړنې په ځانګړي ډول د ښځو لاسته راوړنې ساتل کېدې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا هم وویل اوس چې طالبان پر افغانستان واکمن دي باید د بشر حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او اقلیتونو د حقونو په اړه پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس

دی زیاتوي: "امریکا او نور متحدین‌یې له طالبانو او یا د افغانستان له راتلونکي دولت څخه ځینې تمې لري چې باید هغه پوره شي، د هغې تمو څخه یو دا ده چې باید هغه کسان چې غواړي افغانستان پرېږدي او یا دې ملک ته راشي په ازاد ډول د تګ راتګ اجازه ولري، بله تمه دا ده چې بشري حقونو ته پام وشي په ځانګړي ډول د مېرمنو او اقلیتونو حقونو ته."

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د افغانستان سولې لپاره د امریکا مخکېني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم تور پورې کړ چې جمهور رئیس غني د کابل د سقوط مسؤل دی.

ښاغلي خلیلزاد دوه میاشتې وړاندې فایننشل ټایمز ورځپاڼې ته ویلي و چې د جمهور رئیس غني تېښته د دې لامل شوه هغه ډول چې د قدرت د انتقال پروسه ترتیب شوې وه پر مخ لاړه نه‌شي او له ستونزو سره مخ شي.

د افغانستان سولې لپاره د امریکا مخکېنی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد
د افغانستان سولې لپاره د امریکا مخکېنی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

ولسمشر غني د اګسټ په ۱۵مه نېټه له کابله ووت او بیا یې په خپل فېس‌بوک کې له دوبۍ څخه په یو وېډیويي پیغام کې وویل چې د وینې تویېدو او کابل ښار د ویجاړۍ د مخنیوي لپاره له افغانستان څخه وتلی دی.

هغه دا خبره هم وکړه چې د وژلو پلان‌یې نیول شوی و.

له دې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم ویلي و چې د مخکېني حکومت پرځېدل له هغه څه سره په تضاد کې رامنځته شو چې پلان‌یې نیول شوی و.

ښاغلي مجاهد ویلي و چې په افغانستان کې د اوسني وضعیت ستر لامل په ناڅاپي توګه د کابل پرځېدل دي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار کوي چې طالبان باید خپلې ژمنې عملي کړي.

نوموړي وویل د همدې اوونۍ د سې شنبې په ورځ امریکا له افغانانو سره ۱۷۴ ملیونه ډالره بشري مرسته وکړه چې د دې سره د امریکا د ټولو بشري مرستو کچه ۴۷۴ ملیونو ډالرو ته رسېږي.

ښاغلی پرایس وايي، د دې ژمنو دوام د طالبانو له لوري د شویو ژمنو په پوره کولو پورې تړلی دی.

خو طالبان بیا د خپلو کړیو ژمنو په علمي کېدو ټینګار کوي.

د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي
د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي

د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل، نړیوال باید د افغانستان په مسئله کې له ډیپلوماتیکو فشارونو کار وانه‌خلي.

َښاغلی کریمي وايي: "د افغانستان د اسلامي امارت دریځ په دې برخه کې دا دی چې نړۍ باید د افغانستان په مسئله کې سوله‌ییزه لاره غوره کړي، نه دا چې ډيپلوماتیک فشارونه راوړي. نړۍ باید یوې مناسبې حل‌لارې ته ورسېږي تر څو پرتې ستونزې حل شي."

د اشرف غني د حکومت سقوط او د طالبانو په رسمیت نه‌پېژندل په نړیواله کچه د نورو ستونزو ترڅنګ یو شمېر هېوادونه له ستونزو سره مخ کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس بیا وايي چې د افغانستان سفارت په واشنکټن کې خپل فعالیت په عادي ډول پر مخ بیايي.

XS
SM
MD
LG