د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرکټ ټي ۲۰ نړیوال جام: افغانستان سکاټلېنډ ته په ۱۳۰ منډو ماتې ورکړه


د افغانستان او سکاټلند ترمنځ د کرکټ لوبه
د افغانستان او سکاټلند ترمنځ د کرکټ لوبه

افغانستان د کرکټ په نړیوال شل اووره جام کې له سکاټلنډه خپله لومړۍ لوبه په لوی توپیر وګټله.

افغانستان چې پچه یې ګټلې وه، لومړی بیټنګ وکړ او په شلو اوورونو کې یې د ۴ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۱۹۰ منډې وکړې، خو د افغانستان پر وړاندې سکاټلند یوازې ۶۰ منډې وکړې.

مجیب الرحمان له بې ساری باولینګ سره سره د سکاټلنډ پینځه مهم لوبغاړي هم وسوځول. راشدخان هم ۴ ویکټونه واخېستل.

مجیب الرحمان چې د دې سیالۍ غوره لوبغاړی وپېژندل شو، د لوبې په پای کې وویل، په لوبغالي کې د افغان نندارچیانو له لوري د افغانستان د درې رنګه ملي بیرغ رپېدا او پر له پسې تشویق انګېزه ورکړه.

تر لوبې مخکې د افغانستان د ملي سُرود د غږېدو پر مهال د افغان کپتان محمدنبي له سترګو اوښکې وبهېدې.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله

د افغانستان د کرکټ بورډ د نشریاتو ريیس او ویاند فرید هوتک د سکاټلنډ پر وړاندې په ډېر توپیر بریا له دې کبله مهمه وبلله چې سکاټلنډ په لومړي پړاو کې درې واړه سیالۍ ګټلې وې او په ښه روحیې د دې مسابقې لپاره میدان ته راوتلی و.

هوتک زیاته کړه: "ټولو افغانانو ته د دې بري مبارکي وایم. سکاټلنډ له دې وړاندې درې مسابقې سر په سر ګټلې وې، خو له ښه مرغه افغانانو ستره ماتې ورکړه."

ګڼو افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې په دې بري خوښي ښکاره کړې ده.

د لوبې له پای ته رسېدو وروسته په لوبغالي کې یوه نندارچي وویل: "ډېر خوشاله یم چې لوبغاړو د افغانانو زړونو ته خوشالي راوسته. ډېر لوی بری دی، ټولو ته دې مبارک وي."

یوازې ښه باولینګ نه و، بلکې تر هغه مخکې ښه بیټنګ مرسته وکړه چې افغانستان دا لوبه په ۱۳۰ منډو وګټي.

حضرت الله ځاځي او شهزاد محمدي هر یوه ۴۴ او ۲۲ منډې وکړې. ورپسې رحمان الله ګوربز ۴۶ منډې وکړې، خو تر ټولو ډېرې منډې نجیب الله ځدراڼ وکړې. ده په ۳۴ توپونو ۵۹ منډې وکړې.

د امریکا غږ اشنا راډیو خبریال او د کرکټ د چارو شناند مطیع الله عابد بیا وايي چې دا لوبه د افغانستان لپاره له دې کبله هم ډېره مهمه وه چې د کرونا وبا له کبله له یوه اوږده ځنډه وروسته د افغانستان د کرکټ لوبغاړو ته د مسابقې او مینه والو ته یې د کرکټ د نندارې زمینه برابره شوه.

نجیب ځدراڼ
نجیب ځدراڼ

عابد زیاته کړه: "د افغانستان لوبډله له هر لحاظه ښه وځلېده او د نړیوال جام ښه پیل وکړ. افغانستان په ۲۰۱۵ کې هم ماتې ورکړې وه، خو غټه خبره دا وه چې د افغانانو دا ارمان پوره شو چې ملي بیرغ یې ورپېد او ملي سُرود یې واورېدل شو. دې د ډېرو افغانانو له سترګو اوښکې جاري کړې."

ښاغلی عابد په عین حال کې وايي چې د سکاټلنډ پر وړاندې د افغانستان لوبه یو اړخیزه وه او د یوسلو ډېرش منډو په توپیر بری د افغانستان د ټیم لپاره یو ریکارډ دی.

ټاکل شوې ده چې د راتلونکې جمعې په ورځ د افغانستان ملي ټیم له پاکستان سره مخامخ شي.

پاکستان د یکشنبې په ورځ هند ته په ۱۰ ویکټونو ماتې ورکړه.

XS
SM
MD
LG