د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تحریک لبیک پاکستان د لاریون پر مهال درې پولیس وژل شوي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

تر بندیز لاندې پاکستانۍ مذهبي ډلې تحریک لبیک پاکستان د اکتوبر پر ۲۲مه له لاهوره اسلام اباد ته د اوږد لاریون تابیا نیولې وه چې پولیسو یې مخه ونیوله او په ترڅ کې یې د پولیسو او د یادې ډلې د پلویانو ترمنځ اخ و ډب وشو چې پکې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د لاهور د پولیسو ویاند مظهر حسین د اکتوبر پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل، په لاهور کې د تحريک لبېک مظاهره کونکو پلويانو او پوليسو ترمنځ په نښتو کې دوه پوليس والا وژل شوي او يوشمېر ژوبل دي. خو د پنجاب اعلا وزير عثمان بزدار پر ټوېټر په يو بيان کې ويلي دي چې د وژل شویو پوليسو شمېر درې دی.

مظهر حسين وايي، پوليسو مظاهره کونکي د ولسي املاکو له ړنګولو منع کول چې د يادې ډلې پلويانو پر پوليسو پټرول بمونه وغورځول. بلخوا د رويټرز خبري اژانس له مخې د تحريک لبېک يو وياند صدام بخاري وايي چې پوليسو په سوله يیزه لاريون حمله کړې ده.

تحريک لبيک اعلان کړی دی چې د اکتوبر له ۲۲مې به د اسلام اباد پر لور لاریون کوي او تر هغه وخته به هلته پرلت وهي چې حکومت د فرانسې سفیر له ملکه شړلی نه وي او د تحریک لبیک مشر سعد رضوي يې له بنده خوشې کړی نه وي.

خو د پاکستان کورنيو چارو وزير شېخ رشید ویلي، که د فرانسې سفير يې له ملکه وشړلو نو د پاکستان او اروپايې ټولنې ترمنځ به اړيکې ترینګلې شي.

تحريک لبیک وروسته تر هغې څو وارې مظاهرې کړي چې پروسږکال د فرانسې ولسمشر اېمانوېل میکرون د هغه هېواد په یوه مجله کې د اسلام د پیغمبر د خاکو د خپراوي دفاع وکړه او ویې ویل چې د بیان د ازادۍ پر سر جوړجاړی نشي کولای.

د پاکستان حکومت له تحریک لبیک سره د ۲۰۲۰ز کال د نومبر پر ۱۶ تړون کړی و چې په درو میاشتو کې به د مذهب سپکاوي د خاکو خپرولو پر سر له پارلېمانه د قانون تر منظورولو ورسته به له هېواده د فرانسې سفیر د ایستلو لپاره ګام پورته کوي.

هغه درې درې میاشتې د ۲۰۲۱ز کال د فبرورۍ پر ۱۶مه پوره شوې وې خو د حکومت په غوښتنه یاد تحریک خپل احتجاج د اپرېل تر ۲۰مې ځنډولی و. خو کله چې د اپرېل ۲۰مه نږدې شوه نو حکومت د دې تحریک مشر سعد رضوي بندي کړ او پر دې تحریک یې بندیز ولګاوه.

XS
SM
MD
LG