د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرکټ نړيوالې شورا تکړه لوبغاړي


د کرکټ نړيوالې شورا (انټرنېشنل کرکټ کونسل ) لوبغاړي د هغوی د کارکردګۍ پر بنياد د کرکټ په نړيواله درجه بندۍ کې شاملوي.

دوی په باولنګ،بېټنګ او الراونډرۍ کې لوبغاړو ته له صفر تر ۱۰۰۰ پورې پواینټونه ورکوي چې د لوبغاړو پخوانيو ،وروستيو او روانو مېچونو ته په کتو ورکړل کيږي.

که يو لوبغاړی د تېرو وختونو پرتله اوس وخت خرابه لوبه کوي يانې فارم کې نه وي نو پواينټونه یې کمېږي.دا چې اوس د شل اوريزه نړيوال کرکټ کپ سيالۍ روانې دي نو دا مهال د شل اوريزه سياليو په نړيواله درجه بندۍ کې د بېتڼګ او باولینګ په برخو کې کوم لوبغاړي په ړومبيو درېوو پوزيشنونو دي.

ډېويډ ملان

د کرکټ نړيوالې شورا لخوا په شل اووريزه سياليو کې د بېټنګ په نړيواله درجه بندۍ کې د انګلېنډ لوبډلې ډېوېډ ملان له ۸۴۱ پواينټونو سره په لومړي نمبر دی.

۳۴ کلن ملان په خپلو ټولو ۳۰ نړيوالو شل اووريزو مېچونو کې د يوې سېنچرۍ او يوولسو ففټيانو په ګډون ۱۱۲۳ رنزونه جوړ کړي دي.

ډېوډ ملان
ډېوډ ملان

د ده اورېج يا د اننګ پر سر رنزونه ۴۳.۱۹ او سټرایک رېټ يا په ۱۰۰ بالونو اوسط رنزونه ۱۳۹.۳۳ دي. په دې مېچونو کې نوموړي ۳۹ چکې او ۱۱۶ چوکې وهلي او په يو مېچ کې يې تر ټولو زياتې منډې ۱۰۳ جوړې کړي دي.

بابر اعظم

د شل اوريزو مېچونو د بېټڼګ په نړيواله درجه بندۍ کې د پاکستانۍ لوبډلې بابر اعظم له ۸۱۹ پواينټونو سره په دويم نمبر دی.

بابر اعظم
بابر اعظم

۲۷ کلن بابر په خپلو ټولو ۶۱ نړيوالو شل اوريزو مېچونو کې د ۳۳ چکو او ۲۳۱ چوکو په مرسته د يوې سېنچرۍ او ۲۰ ففټيانو په ګډون ۲۲۰۴ رنزونه جوړ کړي دي.

د ده اورېج يا د مېچ پر سر رنزونه ۴۶.۸۹ او سټرايک رېټ يې ۱۳۰.۶۵ دی. په يو نړيوال ټي ټوېنټي مېچ کې د ده تر ټولو زيات رنزونه ۱۲۲ دي.

اورن فېنچ

د شل اوريزه مېچونو په نړيواله درجه بندۍ کې د اسټراليا ارون فېنچ د ۷۳۳ پواينټونو سره په دريم نمبر دی.

۳۴ کلن فېنچ ټول ۷۶ نړيوال شل اوريزه مېچونه کړي چې په کې نوموړي د ۱۰۷ چکو او ۲۴۸ چوکو په مرسته د دوو سنچريانو او پنځلسو ففټيانو پشمول۲۴۷۳ رنزونه جوړ کړي.

اورن فېنچ
اورن فېنچ

د ده اورېج ۳۷.۴۷ او سټرايک رېټ يې ۱۵۰.۲۴ دی.په يو شل اوريزه نړيواله لوبه کې د نوموړی تر ټولو زيات رنزونه ۱۷۲ دی.

بشپړه راپور په دې لاندې غږيزه لېنک کې اورېدای شئ.

د کرکټ نړيواله شورا لوبغاړي د هغوی د کارکردګۍ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:44 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

تبریز شمسي

د کرکټ نړيوالې شورا لخوا په شل اورېزه سياليو کې د باولنګ په نړيواله درجه بندۍ کې د جنوبي افرېقا تبریز شمسي د ۷۷۵ پواينټونو سره په ړومبي نمبر دی.

۳۱ کلن شمسي په خپلو ټولو ۴۲ نړيوالو شل اوريزو مېچونو کې ۴۹ لوبغاړي اوټ کړي او ۱۰۵۹ رنزونه يې ورکړي دي.

تبرېز شمسي
تبرېز شمسي

د ده بالنګ اورېج يا د يوې وکټې اخیستو پرسر د رنزونو ورکولو اوسط ۲۱.۶۱ جوړېږي. له نوموړی د اوور پر سر اوسط ۶.۷۹ رنزونه اخیستل شوي.په يوه مېچ کې د ده تر ټولو ښه باولینګ، په ۲۵ رنزونو ورکولو د څلورو لوبغاړي اوټول دي.

ونېنډو ډې سلوا

د شل اووريزو مېچونو د بالنګ په نړيواله درجه بندۍ کې د سريلنکا ونېنډو ډې سلوا د ۷۴۷ پواينټونو سره په دويم نمبر دی.

۲۴ کلن ډې سېلوا په خپلو ټولو کړو ۲۶ مېچونو کې ۳۹ لوبغاړي اوټ کړي او ۵۹۳ رنزونه يې ورکړي دي. د يوه ویکټ اخیستو پرسر له ده د اخیستل شوو رنزونو اوسط ۱۵.۲۱ او د اور پر سر ۶.۴ جوړيږي. او په يو مېچ کې د ده غوره باولینګ په نهه رنزونو ورکولو د څلورو لوبغاړو اوټول دي.

راشد خان

د شل اووريزو مېچونو د بالنګ په نړيواله درجه بندۍ کې د افغانستان راشد خان له ۷۱۹ پواينټونو سره په درېيم دی.

۲۳ کلن راشد خان په خپلو ټولو کړو ۵۱ نړيوالو شل اووريزو مېچونو کې ۹۵ لوبغاړي اوټ کړي او ۱۱۵۸ رنزونه يې ورکړي دي.

راشد خان
راشد خان

د ده اورېج يا ترې د يو لوبغاړي اوټولو پر سر د اخیستل شوو رنزونو اوسط ۱۲.۶۳ جوړيږي. له نوموړی د اوور پرسر اوسط ۶.۲۲ رنزونه اخیستل شوي دي او په يوه مېچ کې د ده غوره باولینګ په درې رنزونو ورکولو د پینځه لوبغاړو اوټول دي.

ياده دې وي چې د کرکټ نړيوالې شورا د لوبغاړو نړيواله درجه بندي د يادو کارکردګو سره سره په نورو خبرو هم کوي او دا درجه بندي د لوبغاړو له ښې يا خرابې لوبې سره وخت په وخت بدلېږي.

XS
SM
MD
LG