د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د تلویزیونونو کاروبار ډېر شوی


دوکانداران وايي، د کریکټ د میچونو په پیلیدو سره يې کاروبار بیخي ښه شوی.

د کرکټ د شل اووریزه نړیوالو سیالیو په پیلیدو سره په خوست کې د تلویزیونونو، ډېشونو، انتنونو او ورته نورو توکو د خرڅلاو بازار تود شوی.

یو شمېر خلک د برښنايي توکو له پلورنځیو نوي تلویزیونونه او اړوند وسایل اخلي او ځینې بیا استعمال شوي تلویزیونونه او ډېش انتنې د ښار په ورکشاپونو کې ترمیموي.

د کرکټ نړیوال شل اووریز جام دا وار د متحده عربي اماراتو او عمان په کوربه‌توب د اکتوبر له ۱۷مې پیل شوی او تمه ده د نومبر په ۱۴مه ختم شي.

د تلویزیونونو او برښنايي توکو د یو پلورنځي مسوول مشال راډیو ته په اوس وخت کې د خپل کاروبار په اړه وویل: "نوم مې اسدالله دی د خوست مرکزي چوک کې د تلویزیونونو او برقي توکو دوکان لرم، کله چې نظام بدل شو او طالبان راغلل، موږ داسې فکر کاوه چې ممکن زموږ کاروبار بیخي سقوط شي، خو اوس چې دا مېچونه رانږدې شوي دي، موږ پوره هیله من شوي یو، چې انشاالله کاروبار له مخکې په ښه کیدو دی، په کمزوري کیدو نه دی. "

د کریکټ د شل اووریزو لوبو په نړیوال جام کې د افغانستان لومړنۍ رسمي لوبه د اکټوبر پر ۲۵مه ده چې لا یې سیال نه‌ دی معلوم، خو په ۲۹م تاریخ به افغانستان د پاکستان د ټیم سره لوبه ولري.

په خوست کې د تلویزیونونو، ډېشونو،انتنونو او ورته نورو توکو د خرڅلاو دوکانونه
په خوست کې د تلویزیونونو، ډېشونو،انتنونو او ورته نورو توکو د خرڅلاو دوکانونه

نقیب یو بل دوکاندار دی، چې په خوست کې د تلویزیونونو کاروبار کوي، نوموړی وايي، د کریکټ د میچونو په پیلیدو سره يې کاروبار بیخي ښه شوی دی.

نوموړی زیاتوي، وروستي سیاسي بدلون د خلکو فکرونه یو څه مشوش کړي وو، خو د دې میچونو په پیلېدو سره د خلکو سیاسي خبرې هیرې شوې او کریکټ ته يې توجه اوښتې ده.

د خوست یو شمېر کسان د نویو تلویزیونونو د اخیستو تر څنګ خپل پخواني او استعمال شوي تلویزیونونه او نور توکي د ترمیم لپاره ورکشاپونو ته وروړي او غواړي، د کرکټ نړیوال شل اووریز جام لیدو ته يې تیار کړي.

یعقوب د لکڼو د سرکي بوړیو اوسېدونکی دی او ریسور يې د ترمیم لپاره ورکشاپ ته وړی وايي، دا له ډېر ځنډه خراب شوی وو، خو اوس يې بیرته ترمیموي.

دی وايي، غواړي د خپلو ملي لوبغاړو لوبې په ژوندۍ بڼه وویني او دا يې هیله ده چې ددې جام اتلولي افغاني لوبغاړي وګټي.

بل لوري ته طالب چارواکي د شخصي او خصوصي رسنیو غواړي چې د کریکټ شل اووریزې لوبې د خپلو غږیزو او انځوریزو رسنیو له لارې د خلکو د تفریح لپاره خپرې کړي.

په خوست کې د تلویزیونونو، ډېشونو،انتنونو او ورته نورو توکو د خرڅلاو دوکانونه
په خوست کې د تلویزیونونو، ډېشونو،انتنونو او ورته نورو توکو د خرڅلاو دوکانونه

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس شبیراحمد عثماني په دې خوښي وښوده، چې افغان ملي لوبډله د نړیوال جام په سیالیو کې لوبیږي او خپلو هېوادوالو ته خوشالي ور په برخه کوي.

شبیر احمد عثماني زیاته کړه: "لومړی خو د خوښۍ ځای دادی چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په نړیوال جام کې لوبېږي، دویم ددې د نشراتو په مورد کې دومره خبره کوم هغه نشرات چې د ملي راډیو تلویزیون څخه نشریږي، خوست کې هم ریلي کیږي، ټولې ازادې رسنۍ تر امر ثاني پورې ازادانه کولی شي، چې دوی يې هم ریلي کړي او خپلو شایقینو ته يې پیش کړي. "

ټاکل شوې وه چې د کرکټ سترې نړیوالې لوبې په تېر ۲۰۲۰ز کال کې وشي، خو د کورونا وایرس خپرېدو اجازه ورنه‌کړه.

افغانستان له وړاندې د دې سیالیو لومړي پړاو ته لاره پیدا کړې او په بي ګروپ کې د هندوستان، پاکستان، نیوزیلنډ او د لومړي پړاو دوه ګټونکو لوبډلو سره لوبه کوي.

د کرکټ شل اووریزه نړیوال جام سیالۍ د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۷ز کال کې ترسره شوې چې د هندوستان په بریا پای ته ورسېدې.

په ۲۰۰۹ کې بیا د دې سیالیو جام پاکستان، په ۲۰۱۰ کې انګلنډ، په ۲۰۱۲ کې وېسټ انډیز، په ۲۰۱۴ کې سریلانکا او په ۲۰۱۶ ز کال کې بیاځلي وېسټ انډیز وګاټه.

XS
SM
MD
LG