د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار: امام بارګاه کې د جمعې لمانځه مهال ځانمرګي برید ۳۶ تنه وژلي، ۷۰ نور ژوبل


AFGHANISTAN-CONFLICT-ATTACK
AFGHANISTAN-CONFLICT-ATTACK

کندهار ښار کې د شیعه ګانو په یوه لوی جومات (امام بارګاه) کې چې کلک امنیت یې نیول کېږي، ځانمرګي ۳۶ تنه وژلي او تر ۷۰ زیات یې ژوبل کړي دي.

د مرګژوبلې وروستۍ شمېر د کندهار د طلاعاتو امر شمس صمیم له مشال رېډيو سره شریکه کړه.

تر دې مخکې د کندهار د میرویس روغتون سرطبیب هم منلې وه چې د لسګونه کسانو مړي روغتون ته وروړل شوي او په شاوخوا اویاو ټپیانو کې یې یوشمېر سخت پرهرژلي دي.

ځايي سرکاري سرچینې لاهم کره شمېرې له رسنیو سره نه شریکوي.

د دې برید ذمه واري لاهم هېچا نه ده منلې.

تېره اوونۍ د کندز ښار په سیداباد ګذر کې هم د شییعه ګانو یو جومات تر برید لاندې راغلی و.

د هغه ځانمرګي برید مسوولیت داعش یا اسلامي دولت ډلې منلی وو او پکې شاوخوا پینځوس کسان وژل شوي وو او له ۱۴۰ زیات نور ټپیان وو

XS
SM
MD
LG