د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو بهرنیو چارو سرپرست وزیر په انقره کې له ترکي چارواکو سره ګوري


ترکیو سرچینو له چاوش اوغلو سره د طالبانو پلان شوی ملاقات تایید کړی خو نور معلومات یې نه دي ورکړي. انځور- ارشیف
ترکیو سرچینو له چاوش اوغلو سره د طالبانو پلان شوی ملاقات تایید کړی خو نور معلومات یې نه دي ورکړي. انځور- ارشیف

ټاکل شوې چې د طالبانو سرپرست حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی د اکتوبر پر ۱۴مه په انقره کې د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر مولود چاوش اوغلو سره وګوري.

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر ټوېټر لیکلي چې متقي او نور وزیران به په انقره کې له ترکیو چارواکو سره د مرستو، کډوالو، هوايي ټرانسپورټ او سوداګرۍ پر موضوعاتو خبرې وکړي.

طالبانو د اګست په نیمايي کې تر پراخو عملیاتو وروسته په داسې حال کې د افغانستان غرب پلوی حکومت ړنګ کړچې د امریکا په مشرۍ نړیوالو ځواکونو په بیړه په هغه هېواد کې خپل ۲۰ کلن پوځي حضور پای ته ورساوه.

د طالبانو تر واکمنۍ وروسته غربي هېوادونو له افغانستانه خپل سفارتي کارکوونکي وایستل خو د ناټو غړي هېواد ترکیې هلته خپل سفارت پرانیستی ساتلی دی.

ترکیې له هغه وخت راهیسې له قطر سره ګډ کار ته دوام ورکړی چې د نړیوالو پراوزونو لپاره د کابل هوايي ډګر فعال وساتي. اوسمهال یوازې د پاکستان نړیوال هوايي چلند پي ای اې او د افغانستان شخصي کام اېر شرکت الوتکې له کابله چارټرډ پروازونه کوي خو د بیمې له وجې یې د ټېکېټونو بیې خورا لوړې شوې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن پر ټوېټر په بیان کې خبرداری ورکړ چې که یادو شرکتونو د ټېکېټ بیه ښکته نه کړه نو پر الوتنو به یې بندیز ولګوي.

له اګست راهیسې د پاکستان او افغانستان ترمینځ د پي ای اې د یو طرفه پرواز ټېکېټ بیه ۲،۵۰۰ ډالرو ته لوړه شوې چې پخوا ۳۰۰ ډالره وه. په عین وخت کې د زیاتره نړیوالو مرستو بندېدو له وجې د افغانستان اقتصاد ورځ تر بلې د خرابېدو په حال کې دی.

په داسې حال کې چې ژمی راروان دی، په هغه هېواد کې د خوړو بیې زیاتې شوې دي او د بې کارۍ کچ هم لوړ شوی دی.

ترکیو سرچینو له چاوش اوغلو سره د طالبانو پلان شوی ملاقات تایید کړی خو نور معلومات یې نه دي ورکړي.

XS
SM
MD
LG