د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان وزیر اعظم د ایران پوځ له مشر سره ولیدل


د پاکستان او ایران بیرغونه
د پاکستان او ایران بیرغونه

د پاکستان وزیراعظم عمران خان یوځل بیا له نړیوالې ټولنې غوښتي چې افغانستان دې یوازې نه پرېږدي او ورسره دې مرستې وکړي.

دا خبره نوموړي د اکتوبر پر ۱۳مه د ایران پوځ له مشر جنرال محمد باقري سره د لیدو پرمهال کړې ده.

د وزیراعظم له دفتره په خپور بیان کې راغلي چې عمران خان جنرال باقري ته وویل چې د ایران او پاکستان امنیت د افغانستان له سولې سره تړلی دی.

د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راهیسې، اسلام اباد په بیا بیا پر نړیواله ټولنه غږ کړی چې له طالبانو سره دې خبرو ته دوام ورکړي او له هغه هېواد سره دې مرسته وکړي.

د سېپټېمبر په لومړۍ اوونۍ کې طالبانو خپل سرپرست حکومت اعلان کړ. د پاکستان په ګډون د نړۍ هېڅ یوه هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د باقري په مشرۍ د ایران یو لوړپوړی پوځي پلاوی چې اوسمهال د اسلام اباد په سفر دی پرون یې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره هم ولیدل.

د پاکستان د پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د چارشنبې پر ورځ په یوه بیان کې ویلي، دواړو مشرانو د افغانستان پر وضعیت، پر سیمه ییز امنیت او د پاکستان او ایران ترمنځ پر پوله د اغزن تار غځولو پر موضوعاتو خبرې وکړې.

XS
SM
MD
LG