د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست کاروباریان د تازه میوو او ترکاریو لپاره سړې خونې غواړي


بزګران او بڼ لرونکي له طالبانو غواړي چې د سبزیو، ترکاریو او تازه میوو د ساتنې لپاره دې په مرکز او ولسوالیو کې بزګرانو او بڼ لرونکو ته سړې خونې جوړې کړي.
بزګران او بڼ لرونکي له طالبانو غواړي چې د سبزیو، ترکاریو او تازه میوو د ساتنې لپاره دې په مرکز او ولسوالیو کې بزګرانو او بڼ لرونکو ته سړې خونې جوړې کړي.

د افغانستان د خوست بزګران او بڼ لرونکي وايي، د سړو خونو د نشتون له کبله دوی اړ دي چې خپلې تازه میوې، ترکارۍ او سبزۍ په ټیټه بیه وپلوري.

بزګران او بڼ لرونکي زیاتوي چې په دې وخت کې سبزۍ او تازه میوې دومره لږه بیه لري چې دوی ته يې ګټه نه پاتې کیږي او د ټول کال خواري يې هیڅ ځای نه نیسي.

هغوی له طالبانو غواړي چې د سبزیو، ترکاریو او تازه میوو د ساتنې لپاره دې په مرکز او ولسوالیو کې بزګرانو او بڼ لرونکو ته سړې خونې جوړې کړي.

په خوست ښار کې د متوکل په نامه یو سبزي خرڅوونکي مشال راډیو ته وویل: " سبزي خرڅوم، ستونزې مو دا دي چې په سبزۍ باندې پنځه یا شپږ میاشتې تیرې کړو، پیاز او لوګان کرو، ډېرې ستونزې ورباندې کوو، چې کله يې سیزن شي، نو مجبور یو چې په ارزانه بیه يې خرڅ کړو، خپل مشقت هم نشي پوره کولی."

ده وویل، موږ غواړو چې سړې خونې راته جوړې شي چې سبزۍ همدلته وساتو تر څو په نورو موسمونو کې راباندې په لوړه بیه خرڅې نه شي.

خوست د میوو او سبزیو لپاره ښه هوا او اوبه لري
خوست د میوو او سبزیو لپاره ښه هوا او اوبه لري

یو بل سبزي پلورونکی امیربادشاه وايي، دوی سبزۍ له بزګرانو اخلي او دومره لږه ګټه ورته پاتې کیږي خو د بزګرانو مشقت نشي پورته کولی.

دی زیاتوي چې په سبزۍ باندې د کورنیو ټول غړي بوخت وي خو چې کله يې خرڅوي هغه د ورځې مزدوري هم ورته نه پاتې کیږي.

د خوست ښار اوسیدونکی اخترالله نور وايي، " په اوس وخت کې دلته میوې، ترکارۍ او په ټوله کې هر ډول شنې سبزۍ ډېرې ارزانه دي، خو همدا سبزۍ که سړو خونو کې وساتل شي، په ژمي کې په ښه بیه خرڅيدلای شي."

سره له دې چې د لويې پکتیا په غرونو کې د نورو میوو تر څنګ انار هم کیږي، خو بیا هم خوست ښار ته د انارو ډېره برخه له کندهاره ورځي.

صدیق الله چې په ښار کې تازه میوې پلوري وايي، په اوس وخت کې د انارو یو کیلو په شل افغانۍ دی.

د ده په وینا، د دې ډ‌ېره برخه پاکستان ته لیږل کیږي او دا چې هلته سړې خونې ډېرې دي نو بیا يې په مناسب وخت کې بازار ته وړاندې کوي.

د افغانستان د کندهار ولایت انار په سیمه کې نوم لري
د افغانستان د کندهار ولایت انار په سیمه کې نوم لري

دی هم وايي، بزګران هغه وخت ګټه کولای شي چې دوی په سړو خونو کې خپلې میوې وساتلای شي.

بلخوا په خوست کې د کرنې او مالداری ریاست چارواکي وايي، یاده اداره د دې ولایت په بیلابیلو سیمو کې د سړو خونو د جوړولو پلان لري.

په خوست کې د کرنې او مالداری رئیس مولوي عبدالطیف زاهدي وویل، له مخکې د خوست د تڼیو او ګربزو په ګډون یو شمېر ولسوالیو کې ځینو بزګرانو او بڼ لرونکو ته سړې خونې جوړې شوي، خو هغې سړې خونې اوسنۍ اړتیا نشي پوره کولی.

مولوي عبدالطیف زاهدي زیاتوي، "موږ سره د سړو خونو د جوړولو پروګرام شته، په تڼیو او ګربزو کې بعضې سړې خونې جوړې شوې دي، هغې نه ښه استفاده کیږي، غواړو په نورو منطقو کې هم دا سړې خونې جوړې کړو، چې د بزګرانو سبزیجات ذخیره شي. "

د افغانستان خوست د ډيرو میوو، ترکاریو او سبزیو لپاره مناسبه اب و هوا لري او په دې ځای کې يې فصل ښه نتیجه ورکوي.

XS
SM
MD
LG