د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندوز: د شییعه ګانو جومات کې چاودونې لسګونه کسانو ته مرګژوبله اړولې


د افغانستان په کندوز کې د جمعې د لمانځه پرمهال په یوه بمي چاودنه کې لږ تر لږه ۱۵ کسان مړه او لسګونه نور ژوبل دي.

اې ایف پي خبري اژانس د یوه راپور ترمخه، دا چاودنه نن (اکتوبر ۸) د کندوز ښار په سیداباد کې په یو جماعت کې شوې ده، چې په نتیجه کې یې خواوشا ۹۰ کسان ژوبل شوي هم دي. یوې سرچینې ازادۍ راډیو ته ویلي ، چې روغتون ته د ۲۵ کسانو جسدونه وروړل شوي دي.

د پیښې یو بل عیني شاهد جهانزیب سلارزي مشال راډیو ته ویلي چې په چاودنه کې تر ۱۰۰ ډېر کسان ټپیان شوي دي چې پکې د روغتیايي حالت د اندېښې وړ دی او ویره ده چې د مړو شمېر نور هم پورته شي.

طالبانو ویلي، د برید هدف له شییعه مسلک سره تړاو لرونکی جومات وو. تراوسه د برید ذمه واري چا نه ده منلې.

د پیښې په اړه دا لومړني مالومات دي او کېدای شي بدلون پکې راشي.

یادونې وړ ده چې سږکال د اګست پر ۱۵ مه د طالبانو له خوا د کابل تر نیولو وروستو ، یوشمېر بریدونه ترسره شوي، چې د ځینو ذمه واري یې د اسلامي دولت خراسان ډلې منلې ده.

XS
SM
MD
LG