د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان: په پېنډورا اسنادو کې که څوک ګرم وګرځول شي نو پرضد به يې قانوني کارروايي کېږي


عمران خان دا خبره د اکتوبر پر پينځمه په اسلام اباد کې د وفاقي کابينې غونډې ته په وينا کې کړې. انځور- ارشیف
عمران خان دا خبره د اکتوبر پر پينځمه په اسلام اباد کې د وفاقي کابينې غونډې ته په وينا کې کړې. انځور- ارشیف

د پاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي، که په پېنډورا اسنادو کې ذکر شوي پاکستانيان سپين وختل نو پرضد به يې کارروايي نه کېږي.

نوموړي دا خبره د اکتوبر پر پينځمه په اسلام اباد کې د وفاقي کابينې غونډې ته په وينا کې کړې ده.

عمران خان په عين حال کې وويل چې يوه پلټنيزه څانګه يې جوړه کړې او که څوک ګرم وګرځول شي نو پرضد به يې قانوني کارروايي کېږي.

تر دې وړاندې د پاکستان د اطلاعاتو وزير فواد چودري د اکتوبر پر څلورمه پر ټوېټر اعلان کړی و چې وزيراعظم عمران خان تر يوه څارونکې کميشن لاندې د لوړې کچې څانګه جوړه کړې چې په پېنډورا اسنادو کې به له ذکر شويو پاکستانيانو پوښتنې ګروېږني کوي او ولس ته به حقايق په ډاګه کوي.

د تحقیقاتي خبریالانو نړیوال اتحاد یا انټرنیشنل کنسورشییم اف انوېسټیګېټیو جرنلسټس د پېنډورا پیپرز په نامه د نړۍ د ۹۱ هېوادونو او سیمو د ۳۵ اوسنيو او پخوانيو مشرانو، ۳۳۰ سیاستوالو او ولسي استازیو پټ مالیاتي دستاویزونه خپاره کړي دي چې پکې د ۷۰۰ پاکستانیانو نومونه هم شامل دي چې ځينې يې پخواني پوځي چارواکي دي.

په دغو شاوخوا ۱۲ مليونه اسنادو کې د ذکر شويو کسانو لخوا د بهرنيو کمپنيانو درلودل، له ماليې ځان ژغورنه او په ځېنو مواردو کې د تورو پيسو سپينول په ډاګه شوي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG