د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستي سوداګر بهر ته د زڼغوځیو د صادرولو غوښتنه لري


د خوست ځنغوزي
د خوست ځنغوزي

خوستي سوداګر له طالبانو غواړي، چې چین او نورې بهرنۍ نړۍ ته دې، د هوا له لارې د زڼغوځیو د صادرولو اسانتیاوې برابرې کړي.

دوی اندیښنه څرګندوي، که د افغانستان زڼغوځي ژر بهر ته صادر نشي، نو کیفیت يې خرابیږي.

د افغانستان په ۹ ولایتونو کې زڼغوځي کیږي، چې داخلي مارکیټ يې په خوست کې دی او له خوسته کابل او بیا له هغې لارې نورې نړۍ ته صادریږي.

خوستي سوداګر وايي، د نورو کلونو په پرتله د زڼغوځیو حاصلات ډېر شوي او کیفیت يې هم ښه شوی، خو د نړیوالو هوايي پروازونو د نشتون له کبله دوی نشي کولی، چین او یا نورې نړۍ ته يې صادر کړي.

هغوی زیاتوي، زڼغوځي معتدلې هوا ته اړتیا لري او که ژر بهر ته صادر نشي، نو کیفیت يې زیانمنیږي.

سوداګرو وویل، په اوس وخت کې د افغانستان د زڼغوځیو تر ټولو ستر کاررونکی هېواد چین دی، خو یوه وړه برخه يې دوبۍ او هند ته هم صادرېږي.

د زڼغوځیو سوداګر خالقداد مشال راډیو ته وویل: "موږ له حکومته، له طالبانو او خصوصاً د دوحې له مشرانو څخه دا جدي غوښتنه کوو، چې موږ ته د هوايي دهلیزونو لارې خلاصې کړي، دا مالونه په ګرمۍ کې خرابېږي، په اوس وخت کې نه عربي اماراتو ته لار شته، نه دوبۍ ته لار شته، نه له پاکستان سره لار شته او نه چین ته زموږ لار شته."

د زڼغوځیو د ازاد مارکیټ یو بل سوداګر ګل حبیب وویل، تېر کال یو من زڼغوځي په دوه لکه ۴۰ زره کلدارې وو، دا چې سږ کال بهر ته لاره نشته، د یوه من بیه يې یو لک کلدارو ته راښکته شوې ده.

ده وویل، په خپله سوداګرو په ځنګلونو کې یو من زڼغوځي تر یو لک ۶۰ زره کلدارو پورې اخیستي دي.

د زڼغوځیو یو بل سوداګر ګل محمد وايي، سږ کال د دوی سوداوې له سره په تاوان کې دي: "په شینکۍ کې مو دا غوټې اخیستې وې، تقریباً دوه کروړه کلدارې مو پرې ورکړې دي، نن سبا يې چې نرخ ووت، په یو لک يې من دی، حال دا چې د یو لک نه په زیاتو پیسو دې خلکو اخیستې دي، اوس چې خرڅوي، له سره نقصان دی، دا څو ورځې یو بل ځای احوال لیږو، چې موږ ته دې دا هوايي ډګرونه خلاص شي، په هره لار چې وي، خو چې دا مالونه ویسي. "

بل لوري ته طالب چارواکي وايي، چې د دوی مشرانو د زڼغوځیو د صادراتو موضوع د چین سفارت د کارکوونکو په ګډون د یو شمېر هېوادونو له استازو سره شریکه کړې ده.

خوست والي محمد نبي عمري وویل د زڼغوځیو په اړه د بهرنیانو او چینایانو سره اړیکې نیول شوې دي: "دا سوداګر دې یقین وکړي چې د اسلامي امارت مشرانو سره دومره غم د دوی د مالونو ورسره دی، لکه زموږ د ملګرو خپل شخصي مالونه چې ضایع کیږي، ځکه دا زموږ یو مسوولیت دی چې د خلکو د مالونو غم باید وخورو، په دې اړه خارجیانو سره خصوصاً د چینایانو سره تماسونه نیول شوي دي، تر څو هغه تجارت چې مخکې کیدو، بیرته په هماغه ډول وشي. "

محمدنبي عمري زیاته کړه، دوی خپلې ټولې هڅې په کار اچولي، خو که د اوس لپاره د هڅو نتیجه ورنکړه، زموږ سوداګر باید ددې حالت زغم ولري.

د افغانستان ۹ ولایتونو پکتیا، پکتیکا، خوست، کونړ، نورستان، لغمان، کاپیسا، د کابل په سروبي او د لوګر په ازرې ولسوالۍ د زڼغوځیو لږ یا ډېر حاصلات کیږي، خو د افغانستان په کچه يې د سوداګرۍ اصلي مارکیټ خوست کې دی.

چارواکي وايي، یوازې په خوست او پکتیا ولایتونو کې خواوشا ۴۰ زره کسان د زڼغوځیو په کاروبار او راټولو بوخت دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG