د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې د سوداګرو ستونزې او ګراني زیاته شوې


خوستي سوداګر وايي، له یوې میاشتې راپدېخوا د افغانستان په بېلابېلو بندرونو کې د دوی، د توکو ډک ګاډي درول شوي.
خوستي سوداګر وايي، له یوې میاشتې راپدېخوا د افغانستان په بېلابېلو بندرونو کې د دوی، د توکو ډک ګاډي درول شوي.

د خوست سوداګر، دوکانداران او پانګوال وايي چې د بانکونو لخوا د خپلو پیسو د نه ورکولو په وجه د دوی سوداګریزې چارې زیانمنې شوي او له دې کبله د توکو نرخونه هم لوړ شوي دي.

دوی له طالبانو غواړي چې په دې هېواد کې د بې کارۍ او د فقر کچې د ټیټولو په خاطر دې د ګاونډیو او نړۍ له هېوادونو سره اړیکې پراخې او سوداګریزه راکړه ورکړه دې ډېره کړي.

دوی چې د سېپټېمبر پر ۳۰مه رسنیو ته په یوه مطبوعاتي ناسته کې خبرې کولې، دا هم وویل، چې د نېږدې یوې میاشتې راپدېخوا د افغانستان په بېلابېلو بندرونو کې د دوی، د توکو ډک ګاډي درول شوي دي.

د خوست د دوکاندارانو اتحادیې مشر حاجي جمال تڼي له طالبانو وغوښتل، چې د صادراتو او وارداتو ډېرولو ته دې پاملرنه ډېره کړي، تر څو نرخونه ټيټ او خلکو ته کاروبار پیدا شي.

حاجي جمال تڼي زیاته کړه: "هغه موټر چې د هایرتانو له بندره تېرېږي، د اسلام قلعه او تورخم له بندره تېرېږي، هغه موټر مسوولو کسانو درولي چې ددې وزن غټ دی، دا پاخه سړک ته زیان رسوي، نړیوالو زموږ بانکي سیستم کنګل کړی دی، په نړیوالو غږ کوو او په خپل امارت هم غږ کوو، چې کوم کار د شریعت مخالف نه وي باید له نړیوالو سره يې ومنئ، تر څو افغاني محصولات نړیوال بازار پیدا کړي."

حاجي جمال تڼي وویل، که چیرې طالبان د سیمې هېوادونو او نړۍ سره د سوداګرۍ لارې چارې بیا-مومي، نو په دې سره به، په دې ملت کې د فقر او غربت ویره ختمه شي.

د خوست د صرافانو اتحادیې رئیس نظیف الله غوښتنه وکړه، چې طالبان دې د شخصي او خصوصي بانکونو ستونزې ځکه حل کړي، چې د افغاني سوداګرو او پانګوالو نقدې پانګې تر ډېره په بانکونو کې دي.

نوموړی زیاتوي، د طالبانو قدرت ته د رسیدو څخه نږدې دوه میاشتې تیریږي، خو بانکونو فعالیتونه منظم شوي نه دي او تر څو چې بانکونه عادي حالت ته راونګرځي، دا فقر او ستونزې به دوام پیدا کړي.

د دوکاندارانو د شورا مرستیال بادشاه سردار بیا افغانستان ته د نړیوالو هوايي پروازونو د پیلیدو په اړتیا وغږید.

ده وویل، د تیرو دو میاشتو په موده کې چې په عربي هېوادونو کې کوم افغانان په بیلابیلو پېښو کې وژل شوي او یا د بیماریو په وجه وفات شوي دي، د هغوی د مړو د لیږدولو چاره هم نه ده جوړه شوې.

ده وویل، په کار ده چې ډېر ژر افغانستان ته نړیوال هوايي پروازونه پیل شي.

بلخوا په خوست کې طالب چارواکي د دوکاندارانو او سوداګرو ستونزې مني او وايي، چې د حلولو په خاطر به يې اړوندو مراجعو سره تعقیب کړي.

د خوست د ولایت مقام د رسنیو مسوول مولوي اخترمحمد عکرمه وویل:

"تیره ورځ د خوست والي د سوداګرو او دوکاندارانو سره ناسته درلوده، د هغوی ستونزې او غوښتنې يې واوریدې، یوه ستونزه داوه چې د افغانستان په بیلابیلو بندرونو کې د دوی بار وړونکي موټر ځکه ولاړ دي، چې د قانوني وزن څخه يې زیات وزن بار کړی، موږ به دا ځل دوی ته یوه چاره جوړه کړو، بل ځل به مو غوښتنه داوي چې موټرو کې دې قانوني وزن اچوي، د خصوصي بانکونو د فعالیتونو په اړه کار شوی، نور هم هڅه کوو، چې خصوصي بانکونه د دې جوګه شي، چې سوداګرو او پانګوالو ته د کاروبار په خاطر د اړتیا وړ پیسې برابرې کړي، تر څو د دوی سوداګریزې چارې عادي حالت ته وګرځي."

په خوست کې داسې مهال سوداګر، دوکانداران او پانګوال د خپلو ستونزو یادونه کوي، چې په دې وروستیو کې د نورو سیمو په شان، په دې ولایت کې هم د خلکو بیکاري ډېره شوې او د خوراکي توکو بیې هم لوړې شوې دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG