د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان روغتیايي سیسټم په نسکورېدو دی: روغتیا نړیوال سازمان


د کابل په یوه روغتون کې د ناروغانو حال. انځور - ارشیف
د کابل په یوه روغتون کې د ناروغانو حال. انځور - ارشیف

افغانستان چې شاوخوا یوه میاشت یې د ځمکې او هوا لارې تړلې وې، روغتیايي خدمتونو او درملو ته د ولس کمې رسايي سختې اندېښنې راټوکولې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټېډروس ګبرېسوس ادهانم ویلي چې په افغانستان کې خلک د درملو د نشتوالي له امله مري.

هغه وویل، له کابله مخکې لبنان ته تللی و او د دغو دواړو سیمو وضعه ډېره خرابه ده: "دواړو وضعیتونو دا را په یاد کړه چې نړۍ ولې د روغتیا نړیوال سازمان ډبلیو اچ او ته اړتیا لري او ولې دا هېوادونه ملاتړ ته اړتیا لري. دواړه ځایه وضعیت سخت خرابه دی. د هغوی روغتیايي سیسټم په نسکورېدو دی او خلک پکې اړینو درملو ته د نه رسايي په خاطر مري."

ټېډروس ادهانم چې د روغتیا د نړیوال سازمان د مشرانو او تمویلونکو هېوادونو د استازیو په ۵۹ شورا کې په انلاین بڼه له کابله غږېده د نړۍ پر هېوادونو غږ وکړ چې د روغتیا د نړیوال سازمان کلک ملاتړ وکړي، څو وتوانیږي د خلکو ژوند وژغوري.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټېډروس ګبرېسوس ادهانم ویلي افغانان د درملو د نشتوالي له امله مري.
د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټېډروس ګبرېسوس ادهانم ویلي افغانان د درملو د نشتوالي له امله مري.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر د ځینو نورو روغتیايي چارواکو په ملتیا د سېپټېمبر پر ۲۰مه کابل ته تللی و او ټینګار یې کړی چې د افغانانو د روغتیا ساتل د ډبلیو اچ او / روغتیا نړیوال سازمان له ډېرو مهمو لومړیتوبونو څخه دی.

هغه د ډبلیو اچ او د مشرتابه او تمویلونکو د شورا په انلاین غونډه کې د کابل د سفر او د طالبانو له مشرانو سره د لیدنې یادونه هم وکړه.

نوموړي وویل: "په کابل کې مې د طالبانو د ادارې له استازیو سره ولیدل، څو په دې بحث وکړو چې د روغتیا نړیوال سازمان به په څه شکل د افغانستان د خلکو د روغتیايي سیسټم د ملاتړ لپاره کار ته دوام ورکړي."

له کله چې طالبانو په افغانستان باندې کنټرول ترلاسه کړی اکثرو نړیوالو ادارو خپلې استازولۍ تړلي او له امله یې د لویو پروژو او خدماتي کارونو بهیر درېدلی.

د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد مشال راډیو ته وویل چې د روغتیا نړیوال سازمان مشر له افغانانو سره د مرستو ژمنه کړې ده: "د روغتیا نړیوال سازمان مشر د اسلامي امارت له مشرانو سره لیدنه درلوده. ډاډ یې ورکړ چې صحي همکارۍ او مرستو ته به دوام ورکوي. د افغانستان له خلکو سره صحي او طبي برخو کې کومکونو ته ضرورت دی او باید وشي. دا راز د اسلامي امارت د مسوولینو له خوا هم ډاډ ورکړل شوی چې مرستې به کاملاً په محتاجو خلکو باندې ویشل کېږي او په صحي مراکزو او کلنیکونو کې به خلک ځینې مستفید کېږي او د نورو همکاریو غوښتنه هم وشوه."

د روغتیا نړیوال سازمان مشر وروسته له هغه کابل ته سفر کړی چې دغه سازمان د همدې سېپټمبر میاشتې په لومړیو کې خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې د بودجې د نشتوالي له کبله شااوخوا دوه زره کلنیکونه د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي.

روغتیا نړیول سازمان داسې وخت په افغانستان کې د درملو کمښت یو جدي کړکېچ یادوي چې د دغه هېواد صحي سیسټم وار له مخه د کرونا څو پرله پسې څپو له جدي ګواښ سره مخ کړی و.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG