د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د کورونا واکسین مرکزونه نن هغو ته ځانګړي‌کړي‌ چې د دویمې ستنې وخت یې پوره دی


د حکومتي شمېرو له مخې په دې هېواد کې ۷۴ میليونه کسانو واکسين لګولي چې پکې ۵۴ میليونه کسانو يوه او ۲۴ میليونه کسانو دواړه ستنې وهلې دي. (انځور: ارشیف)
د حکومتي شمېرو له مخې په دې هېواد کې ۷۴ میليونه کسانو واکسين لګولي چې پکې ۵۴ میليونه کسانو يوه او ۲۴ میليونه کسانو دواړه ستنې وهلې دي. (انځور: ارشیف)

د پاکستان حکومت د کورونا وايرس په واکسين مرکزونو کې د سېپټمبر ۱۹مه يوازې د هغو کسانو لپاره ځانګړې کړې ده چې پوره واکسين يې نه دي لګولي.

د وايرس مخنيوي ادارې نېشنل کمانډ اېنډ اپرېشن سېنټر د سېپټېمبر پر ۱۸مه نېټه په بیان کې ويلي چې څلور واړه صوبو ته یې امر کړی چې د سېپټمبر ۱۹مه دې يوازې د هغو خلکو لپاره ځانګړې کړي چې د واکسين دويم ډوز يې نه ده کړی.

یاد مرکز زیاتوي چې هغه کسان چې د واکسين د دويمې ستنې وخت يې پوره شوی په موبايل ټيليفون د پېغام ترلاسه کولو بغير دې د واکسين سېنټر ته ورشي او دويمه ستن دې ولګوي.

د حکومتي شمېرو له مخې په دې هېواد کې ۷۴ میليونه کسانو واکسين لګولي چې پکې ۵۴ میليونه کسانو يوه او ۲۴ میليونه کسانو دواړه ستنې وهلې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې لا هم کورونا وایرس ناروغي هره ورځ په لسګونه کسان وژني‌ او يه سلګونه نور په اخته کېږي.

د دې ناروغۍ په اړه د پاکستان د صحت وزارت ځانګړې ویب پاڼې د سېپټمبر پر ۱۹مه لیکلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دې ناروغۍ په ټول ملک کې ۷۱ کسان وژلي دي.

ویب پاڼه زیاتوي‌ چې له دې سره په ملک کې د وژل شویو مجموعي شمېر۲۷ زره ۲۰۶ ته رسېدلی دی.

ویب پاڼې زیاته کړې چې په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۵۸۰ نور کسان په دې ناروغۍ اخته شوي دي.

خو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۶۱۰ کسان له ناروغۍ جوړ شوي هم دي. دې ناروغۍ تر ټولو زیات کسان په سیند صوبه کې وهلي‌ خو د مړو شمېر په پنجاب صوبه کې زیات دی.

XS
SM
MD
LG