د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان نېشنل ګوند بنسټګر سردار عطاالله مېنګل مړ شو


سردار عطاالله مېنګل
سردار عطاالله مېنګل

د بلوچستان نېشنل ګوند بنیاد اېښودونکی او د بلوچستان صوبې لومړی وزیراعلا سردار عطاالله مېنګل تر اودږې ناروغۍ وروسته مړ شوی دی.

سردار عطاالله مېنګل د سېپټمبر پر دویمه د کراچۍ په یو شخصي روغتون کې د ۹۲ کالو په عمر کې سا ورکړې ده.

د بلوچستان نېشنل ګوند مخکښ او د صوبايي اسمبلۍ غړي ثنا الله بلوڅ پر خپله ټویټر پاڼه په یوه ويډیو کې ویلي چې د سردار عطاالله مېنګل جنازه به د سېپټمبر پر درېیمه د خضدار په وډ سیمه کې ادا کېږي او مړی به یې په هم دې سیمه کې د هغوی په پلارنۍ هدیره کې خاورو ته سپارل کېږي.

د بلوچستان نېشنل پارټي اوسني مشر او د سردار عطاالله مېنګل زوی سردار اختر مېنګل د سېپټمبر پر دویمه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې د ده د پلار له مړینې سره نه یوازې دې بلکې ټول بلوچستان یتیم شوی دی.

د سردار عطاالله مېنګل پر مړینه د پاکستان ګڼو سیاسي مشرانو خفګان ښودلی او نوموړی یې د بلوچستان په سیاست کې د یو روښانه او نه هېرېدونکي باب په توګه یاد کړی دی.

سردار عطا الله مېنګل په ۱۹۲۹ز کال کې د بلوچستان د خضدار په وډه سيمه کې د سردار رسول بخش مېنګل په کور کې زيږ‎ېدلی و.

هغه لومړۍ زده کړې په خپل کلي، بيا په کراچۍ او لوړې زده کړې يې د پنجاب د لاهور ښار په اچېسن کالج کې ترسره کړې وې.

د سردار عطا الله مېنګل سیاسي ژوند

عطا الله مېنګل په ۱۹۵۳ز کال کې سیاست ته مخه کړې وه. په ۱۹۵۸ز کال کې یې په نېشنل عوامي پارټۍ يا نېپ کې شموليت وکړ او د هغه ګوند له لارې يې د محکمو قامونو د حقوقو لپاره مبارزہ کوله.

هغه په ۱۹۷۲ز کال کې د بلوچستان وزيراعلا وټاکل شو او شاوخوا ۷ مياشتې وروسته د ذوالفقار علي بهټو له لوري د بلوچستان حکومت ختم کړل شو.

سردار عطاالله مېنګل له هغه وروسته له نورو بلوڅو او پښتنو مشرانو سره د حيدﺭاباد سازش په کېس کې تورن شو او څلور کاله یې جېل تېر کړ.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG