د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان دې خپلې ژمنې په عمل کې ثابتې کړي: د برمل اوسېدونکي


د برمل اوسېدونکو وویل، خلک د طالبانو د هغو ژمنو پوره کولو ته په تمه دي، چې ویلی يې دي، دوی به یو داسې ټول شموله حکومت جوړوي چې ټول افغانان په کې ځان وګوري.
د برمل اوسېدونکو وویل، خلک د طالبانو د هغو ژمنو پوره کولو ته په تمه دي، چې ویلی يې دي، دوی به یو داسې ټول شموله حکومت جوړوي چې ټول افغانان په کې ځان وګوري.

د افغانستان د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ اوسېدونکي له طالبانو غواړي چې د تیر حکومت مامورینو ته دې خپلې دندې ورکړي او په ټوله کې دې داسې سلوک غوره کړي چې د خلکو د خوښۍ سبب ګرځي.

طالبان د اګست پر ۱۵مه کابل ته ننوتل او د افغانستان حکومت يې ونيو، خو دوی تر اوسه پورې خپلې ادارې، د حکومت طرز او د بېلابېلو برخو لپاره پالیسيانې نه دې اعلان کړي.

د برمل اوسېدونکو وویل، خلک د طالبانو د هغو ژمنو پوره کولو ته په تمه دي، چې ویلی يې دي، دوی به یو داسې ټول شموله حکومت جوړوي چې ټول افغانان په کې ځان وګوري.

د برمل اوسېدونکو یادې څرګندونې د اګست پر ۲۸مه د یوې غونډې په څنډه کې له مشال راډیو سره شریکې کړې.

د برمل اوسېدونکی حاجي عبدالروف وايي، له ځینو رسنیو داسې اوري، چې د پخواني حکومت د بعضو کارکوونکو کورونه تلاشي کېږي، چې دا د طالبانو د بخښنې له اعلان څخه سرغړونه ده.

د برمل اوسېدونکي وايي، د طالبانو په ورتګ سره امنیت کې ښه والی راغلی، خو دوی باید د خلکو د ډاډمن امنیت لپاره نور اقدامات هم وکړي.

د برمل اوسېدونکي جمعه ګل وویل، "له مسوولینو مو غوښتنه داده چې شته امنیت باید ټينګ شي، لکه اسلامي امارت چې موږ ته ډاډ راکړی چې ټولشموله حکومت به وي، هر چا ته به ونډه ورکول کیږي، دا دې عملي شي، په اوس وخت کې خو کار نشته، ولې دوی باید پر خپلو ژمنو کلک ودرېږي. "

په افغانستان کې مخکې هم، په ځانګړې ډول د ځوانانو لپاره د سالمو بوختیاوو پیدا کول او کارموندنه د خلکو له اساسي غوښتنو څخه وه.

د برمل د مارغه کلي اوسیدونکي جمال یوسف وویل، "که چیرې طالبان موسسې کارونه ته وهڅوي، دلته د سړکونو او ودانیو په جوړولو کارونه پیل شي، نو ځوانانو ته به په کې د کار او مزدورۍ زمینه برابره شي."

جمال یوسف زیاتوي، برمل یوه غرنۍ او غریبه سیمه ده، خلک يې په عربي هېوادونو کې کار او مزدوري کوي او له هغه ځایه له خپلو کورنیو سره مرستې کوي.

واک ته تر رسېدو وروسته طالبانو اعلان کړی، چې د تېر حکومت ملکي مامورین خپلو دندو ته ورتللی شي او د هغوی پر وړاندې کوم ممانعت نشته.

د پکتیکا والي مولوي محمدعیسی یاسین هم وايي، نظام هغه وخت سمبالیږي، چې د ټولنې ټول خلک په کې ونډه واخلي.

نوموړي د ټولنې پر علمي او مسلکي خلکو غږ وکړ، چې د نظام د چارو په سمبالولو کې دې له طالبانو سره مرسته وکړي.

"دا نظام یوازې په یو چا باندې نه سمبالیږي، په هغه کې به د ملت هر وګړی برخه اخلي، بیا دا ملت او نظام روانیږي، دا د ځوانانو کار دی چې هغوی د خپل هېواد د ابادۍ لپاره خپل استعداد، که په کومه رشته کې وي، هغه په کار باندې واچوي، امارت په دې اړه دا فکر لري چې دې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي."

برمل د پکتیکا مرکز ښرنې ختیځ لوري کې لیرې سرحدي ولسوالي ده، چې خلک يې په پوره ډول د ژوند لومړنیو ضرورتونو ته لاسرسی نه لري.

د یادې ولسوالۍ ډېری لیرې سیمې له بیارغونې پاتې شوي او خلکو ته يې د اړتیا وړ پروژې نه دي پلي شوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG