د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکايي ځواکونه کابل ته ورسېدل، بريتانويان پر لاره دي


امریکايي سرتیري

د امریکایي ځواکونو یوه ډله په داسې حال کې بېرته کابل ته ستنه شوې چې په افغانستان کې ناامني په بې ساري توګه زیاته شوې او د دې هېواد له نیمایي زیات ولایتونه د طالبانو لاسو ته لوېدلي دي.

لویديځو رسنیو راپور ورکړی چې دا امریکایي سرتیري تېره شپه (د اګست پر ۱۳مه) کابل ته رسېدلي او سلګونه نور هم افغانستان ته د تلو په حال کې دي. د اسوشیېټېډ پرېس د راپور له مخې، پر امریکایي سرتیرو سربیره، شاوخوا ۶۰۰ بریتانوي پوځيان هم افغانستان ته ځي.

په ظاهره د دې ځواکونو دنده، له افغانستانه د امریکا او بریتانیا د سفارتونو د کارکوونکو، د دې هېوادونو د اتباعو او د هغو افغانانو د خوندي وتلو لپاره زمینه برابرول دي چې له امریکایي او بریتانوي ځواکونو سره یې کار کړی او دلته له ګواښ سره مخامخ دي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي ویلي دي چې "یوه ډله سرتیري اوس په کابل کې دي چې امریکایانو او د هغوی افغان همکارانو ته له دې هېواده د خوندي وتلو زمینه برابره کړي."

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي
د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي

تر دې وړاندې امریکا اعلان کړی و چې ۳۰۰۰ سرتیري افغانستان ته لېږي چې په کابل کې د دې هېواد د سفارت د کارکوونکو او د هغو افغانانو وتلو ته خوندي چاپیریال رامنځته کړي چې له دوی سره یې کار کړی او دا مهال له ګواښونو سره مخامخ دي.

په ورته وخت کې جرمني هم ویلي چې په کابل کې د خپل سفارت د کارکوونکو شمېر را کموي.

کاناډا هم څرګنده کړې چې له کابله د خپلو اتباعو او هغو افغانانو د خوندي ایستلو د امینت د ټینګښت لپاره افغانستان ته سرتیري استوي چې له ګواښ سره مخامخ دي.

خو طالبانو ویلي چې افغانستان ته د بهرنیو سرتیرو بیا را ستنېدل په دې هېواد کې د اشغال د دوام په معنا ده. د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه مشال راډیو ته ويلي، "موږ بی تفاوته نه پاتې کېږو، خو د دوی عمل ته ګورو چې ایا د وتلو په کار بوختېږي او که بل څه کوي؟"

په ورته وخت کې په کابل کې د امریکا سفارت پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي چې خپلو کارکوونکو ته یې لارښوونه کړې چې خپل حساس اسناد له منځه یوسي.

زرګونه امریکایي او سلګونه بریتانوي سرتيري په داسې حال کې بېرته کابل ته ځي چې په افغانستان کې اخ او ډب زور اخیستی او دا مهال له نیمایي زیات ولایتونه طالبانو نيولي دي.

لا تر اوسه څرګنده نه ده چې امریکایي او بریتانوي ځواکونه به څومره وخت په افغانستان کې پاتې شي؟ د افغانستان امنیتي او دفاعي ارګانونو او دغه راز په دې هېواد کې مېشت بهرنیو ځواکونو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG