د لاسرسي ځای

تازه خبر

جګړې لسګونه زره افغانان بې کوره کړي، حکومت یې د مرستو وس نه لري


افغانستان کې د وروستیو جګړو له امله بې ځایه شوي کډوال
افغانستان کې د وروستیو جګړو له امله بې ځایه شوي کډوال

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د بې ځایه شویو کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ بولي خو وایي، دا یو پالیسۍ جوړونکی وزارت دی او هېڅ امکانات په لاس کې نه لري چې د جګړو له امله له دغو بې ځایه شویو سره مرسته وکړي.

د دې وزارت مرستیال ویاند محمد رضا بایر بېګاه ازادي راډیو ته وویل: "په وروستیو ۱۵ ورځو کې شااوخوا پینځه زره او درې سوه کورنۍ او په ټول کال کې یعنې په پینځو میاشتو کې ۵۷ زره کورنیو خپلې مېنې خوشې کړي او بې ځایه شوي دي. اکثره بې ځایه شوي هم د کندز، کندهار، هلمند او ننګرهار ولایتونو دي."

۴۵ کلنه مرحبا چې د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ د بریکوټ اوسیدونکو څخه ده او د جګړو له امله د نرنګ ولسوالۍ ته کډه شوې.

له یو شمېر جګړه ځپلو ولایتونو په زرګونو کورنیو کابل ته مخه کړې
له یو شمېر جګړه ځپلو ولایتونو په زرګونو کورنیو کابل ته مخه کړې

نوموړې د ځان او د نورو بې ځایه شویو ستونزې داسې بیانوي: "خاوندان مو مړه شول، ډک کورونه را نه پاتې شول. ماشومان راسره دي، وږي دي، تږي دي، پیسې نشته. وضعیت مو ډېر خراب دی."

له یو شمېر جګړه ځپلو ولایتونو په زرګونو کورنیو کابل ته مخه کړې چې وضعیت یې د اندېښنې وړ دی.

په کابل کې د ازادي راډیو خبریال چې د دغو بې ځایه شویو کسانو وضعیت له نژدې کتلی وایي، په ډېر بد حالت کې ژوند کوي.

یوشمېر دغو بې ځایه شویو د خپل خپلوانو کورونو کې اړولي او ډېری یې د کابل په سرای شمالي کې په لارو او کوڅو کې اوسېږي.

کابل ته په کډه شویو کې ان د هلمند له مرکز لښکرګاه څخه چې په وروستیو کې د سختو جګړو شاهد دی، هم په سلګونو کورنۍ شاملې دي.

له هلمنده یوشمېر دغو بې ځایه شوېو پرون په کابل کې په یوه لاریون کې خپلې ستونزې رابرسېره او له حکومت او مرستندویه ادارو یې د مرستې غوښتنه وکړه.

د دې لاریون یوه ګډونوال نصیب الله داوري ازادي راډیو وویل: "په لښکرګاه کې د وروستیو جګړو په ترڅ کې کڼو کورنیو ته، ځاني، مالي او هم له رواني پلوه زیان رسیدلی. وضعیت ډېر خراب دی. ټولو خلکو ته زیانونه رسېدلي او بې ځایه شوي دي. زه له خپلې کورنۍ سره په دې وتوانېدم چې له یوې جوړې کالیو سره له سیمې ځان وباسو."

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفیټس وویل، جولای کې په هلمند، کندهار او هرات ولایتونو کې له زرو زیاتو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفیټس وویل، جولای کې په هلمند، کندهار او هرات ولایتونو کې له زرو زیاتو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.

په عین حال کې د بشري چارو او بېړنیو مرستو د تنظیم برخه کې د ملګرو ملتونو د جنرل سېکرېټري مرستیال مارټین ګریفیټس پرون دوشنبه په یوه بیان کې د افغانستان روان وضعیت د سختې اندېښنې وړ بللی او په جګړو د ملکي تلفاتو پر زیاتوالي یې اندېښنه څرګنده کړې.

هغه ویلي چې یوازې په جولای میاشت کې په هلمند، کندهار او هرات ولایتونو کې تر زرو زیاتو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.

ګریفیټس پر ملکي وګړو حملې غندلي او د سمدستي اوربند غوښتنه ېې کړې ده.

دغه راز د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم له ملګرو ملتونو او نورو مرستندویو ټولنو غوښتنه کړې چې د جګړو له کبله له بې ځایه شوېو افغانانو سره د مرستې په چاره کې د حکومت ملاتړ وکړي.

XS
SM
MD
LG