د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان چارواکو تر ۱۳۸ زیاتو طالبانو وژلو ادعا کړې


په افغانستان کې له هغه وروسته امنیتي حالات لا کړکېچن شو چې نړیوالو ځواکونو په مې میاشت کې له دې هیواده وتل پیل کړل. 
په افغانستان کې له هغه وروسته امنیتي حالات لا کړکېچن شو چې نړیوالو ځواکونو په مې میاشت کې له دې هیواده وتل پیل کړل. 

د افغانستان حکومت او امنیتي چارواکو ادعا کړې چې په تېر یو شواروز کې یې په بېلا بېلو ولایتونو کې تر ۱۳۸ زیات وسله وال طالبان وژلي دي.

افغان چارواکو ویلي چې د خوست ولایت په باک ولسوالۍ کې یې تر ۱۰۰ زیات وسله وال طالبان وژلي دي.

د خوست امنیه قوماندانۍ د رسنیو دفتر د اګست پر اتمه مشال راډیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي چې بېګاه شپه یوه نیمه بجه طالبانو پر یاده ولسوالۍ بریدونه پیل کړل چې د افغان ځواکونو په ځوابي کارروایي کې طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته.

امنیتي چارواکو په دې جګړه کې د اتو عام وګړو د وژل کېدو او ۱۰ نورو ټپي کېدو خبر هم ورکړی او پړه يې پر وسله والو طالبانو اچولې ده.

بلخوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې باک ولسوالۍ طالبانو نیولې ده خو افغان ځواکونه دا ادعا ردوي.

بل پلو افغان چارواکي وايي‌ چې په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې یې ۳۸ وسله وال طالبان وژلي دي.

په سیمه کې امنیتي چارواکو د اګست پر اتمه په یو بیان کې ویلي چې د ګډو دفاعي او امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د ننګرهار ولايت شيرزادو ولسوالۍ هاشم خيلو، چهار چينار، کنډۍ او ساخۍ سيمو کې ۳۳ وسله وال طالبان وژل شوي او ۳۰ نور ټپي شوي دي.

بیان زیاتوي چې د لغمان ولايت مرکز زبردست قلعه او د علينګار ولسوالۍ په کنده ساحه کې پنځه وسله وال وژل شوي او دوه نور زخمي شوي دي.

وسله والو طالبانو د ننګرهار او لغمان پېښو په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې له هغه وروسته امنیتي حالات لا کړکېچن شو چې نړیوالو ځواکونو په مې میاشت کې له دې هیواده وتل پیل کړل.

دا وخت د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې افغان امنیتي ځواکونه د وسله والو طالبانو پرضد عملیات کوي او د هغوي له خوا د بریدونو د مخنیوي هڅې کوي.

په عین وخت کې د کندهار د هوايي ډګر چارواکي هیله من دي چې د اګست پر اتمه به پروازونه بېرته په عادي ډول پیل شي.

پرون هوايي ډګر ته څېرمه د دوو راکټونو د لګېدو له وجې پروازونه ځنډول شوي وو. په دې برید کې زیان نه وو رسیدلې.

د هوايي ډګر مشر مسعود پښتون پرون ناوخته مشال راډیو ته وویل، توغندي داسې وخت لګېدلي چې له کابله د کام اییر هوايي شرکت یوه الوتکه د ناستې په حال کې وه.

خو د ده په وینا، الوتکه له کښېناستو پرته بېرته کابل ته ستنه شوه.

XS
SM
MD
LG