د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ارزګان کې طالبانو تاریخپوه او لیکوال عبدالله عطفي وژلی دی


عبدالله عطفي
عبدالله عطفي

د افغانستان د ارزګان ولایت والي محمد عمر شیرزاد د اګست پر پنځمه مشال راډيو ته وویل چې د عبدالله عطفي په نوم تاریخپوه او لیکوال وسله والو طالبانو د اګست پر څلورمه شپه په چوره ولسوالۍ کې له خپله کوره اېستلی، لومړی یې شکنجه کړی او وروسته يې وژلی دی.

دی وايي: "دا د طالبانو د جنایتونو هغه لړۍ ده، کومې سیمې چې د دوی تر ولکې لاندې راځي، دوی هلته علماء، سپینږیري او مدني فعالان په شهادت رسوي."

نوموړی وايي، طالبان هغه کسان تر ولکې لاندې نه پرېږدي کوم څوک چې د خپل حق غوښتلو لپاره ږغ پورته کوي.

په سویل کې د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي مشال راډيو ته وویل چې په دې اړه دوی پلټنې کوي او په خبره تحقیقات يې جریان لري.

تاریخ پوه او لیکوال عبدالله عاطفي په اقتصاد او انجنیرۍ کې دوې ماسټرۍ په اروپا کې کړې وې. شاید د چورې په لیرې پرتې او له لیک لوسته محرومه ولسوالۍ کې یوازینې دومره لوستی انسان و.

نوموړی دغه راز د "شرق السلطان لرغونې پښتانه عبریان" په نوم د تاریخ یو کتاب په ۱۳۰۰ مخونو کې کلونه وړاندې چاپ کړی و.

د ارزګان ولایت د طلاعاتو تو فرهنګ ریاست د عبدالله عطفي وژنه د فرهنګ او ادب په ډګر کې یو لویه ځایع بللي.

دا په داسې حال کې ده چې د چوری ولسوالۍ په ګډون د دغه ولایت ټولې ولسوالۍ له تېرو دوه میاشتو راهیسې د طالبانو تر ولکې لاندې دی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG