د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان سفیر د لور تښتولو پېښې څېړلو لپاره د کابل یو پلاوی اسلام اباد ته ولاړ


پاکستان کې د افغان سفیر نجیب‌الله علي‌خېل لور سلسله علي‌خېل
پاکستان کې د افغان سفیر نجیب‌الله علي‌خېل لور سلسله علي‌خېل

یو افغان پلاوی اسلام اباد ته رسېدلی چې هلته د افغان سفیر نجیب‌الله علي‌خېل د لور سلسله علي‌خېل د تښتولو پېښه له پاکستاني چارواکو سره وڅېړي.

په اسلام اباد کې افغان سفير نجيب الله عليخېل مشال راډیو ته ويلي، څلور کسیزه پلاوي چې پکې د بهرنيو او امنیتی ارګانو چارواکي شامل دي، په یکشنبه ناوخته اسلام اباد ته رسېدلی او نن به له پاکستاني چارواکو سره خبرې پيل کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حامد تهذیب هم په دوشنبه مشال راډیو ته وویل، د ریښتیا موندنې پلاوی به د پېښې په اړه د موندل شویو اسنادو په اړه بحث وکړي. نوموړی، د دې سفر هدف د دواړو خواوو ترمینځ د پېښې په اړه د موندل شویو شواهدو شریکول دي، چې د دې اسنادو په رڼا کې د پېښې د عاملانو پېژندنې، نیونې او محکمې ته د وړاندې کولو په برخه کې لازمې پرېکړې وشي.

د جولای په ۱۷مه نېټه د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر له خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي سره هوکړه وکړه چې د دې قضیې د لا ښې څېړنې لپاره یو افغان پلاوی اسلام‌اباد ته سفر وکړي.

دا پلاوی داسې مهال پاکستان ته ځي چې مشال راډیو ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له قوله په یوه استولي سند کې لیکل شوي، چې سلسله علي‌خېل په جنسي ډول نه‌ده ځورول شوې، خو وهل ټکول شوې او شکنجه شوې ده.

دا سند چې مشال راډیو ته یوې معتبرې سرچینې سپارلی روښانه کوي چې سلسله له تښتولو وروسته، له رواني ستونزو سره مخ ده.

هاخوا د سلسلې علي‌خېل پلار نجیب‌الله علي‌خېل په یوه ټویټ کې لیکلي چې لور یې د خپلو زد‌ه‌کړو د دوام لپاره بهر ته ولاړه.

پاکستان کې افغان سفیر نجیب‌الله علي‌خېل
پاکستان کې افغان سفیر نجیب‌الله علي‌خېل

د تېرې جولای میاشتې په ۱۶مه نېټه، ماسپښین نېږدې ۲ بجې په پاکستان کې د افغان سفیر نجیب‌الله علي‌خېل لور سلسله علي‌خېل داسې مهال چې غوښتل‌یې خپل کور ته له نږدې بازاره ستنه شي، وتښتول شوه.

هغه څلور ساعته ورکه وه، خو وروسته داسې مهال وموندل شوه چې جامې یې شلېدلې او د خپلو څپلکو پرځای یې پر پښو نارینه زاړه بوټان ول.

د افغان چارواکو په وینا په اسلام‌اباد او استانبول کې له سلسلې علي‌خېل شوي معاینات ښيي چې هغې د وهلو او ټکولو او شکنجې له لارې جسمي او روحي ټکان خوړلی دی.

خو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد د افغان حکومت دریځ نه مني او وايي چې سلسله عليخېل تښتولی او شکنجه شوې نه وه.

د سلسلې علي‌خېل له تښتولو وروسته، د دې پېښې په اړه د پاکستاني چارواکو څرګندونو افغان حکومت غوسه کړ او په غبرګون کې یې ولسمشر اشرف غني ټول لوړپوړي ډیپلوماتان له اسلام اباده کابل ته وروبلل.

په اسلام اباد کې یوې افغان سرچينې مشال راډیو ته ويلي، د سفارت پرانستلو پریکړه به د افغان پلاوي له پاکستاني چارواکو سره د خبرو د نتیجو په بنیاد اخیستل کېږي.

XS
SM
MD
LG