د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناټو د افغان ځواکونو روزنیز پروګرام په ترکي کې پیل کړ


افغان ځواکونه. انځور- ارشیف
افغان ځواکونه. انځور- ارشیف

ناټو او ترکي چارواکو په پنجشیه تایید کړه چې ځانګړي افغان ځواکونه به په ترکیه کې د ناټو له لوري روزل کېږي.

د ترکیې رسنۍ هم وايي چې ناټو په ترکیه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د روزنې پروګرام پیل کړی دی.

دا په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت له پای ته رسېدو وروسته له افغانستانه دباندې د ځانکړو افغان ځواکونو لومړنی روزنیز پروګرام دی.

د راپورونو له مخې، ځانګړي افغان ځواکونه د شااوخوا ۸۰ سلنې عملیاتو مسؤلیت په غاړه لري.

ترکي رسنیو د ترکیې د چارواکو په قول ویلي، د افغانستان د ځانګړو ځواکونو یوشمېر غړي د چارشنبې په ورځ د روزنې لپاره ترکیې ته ورسېدل.

په بروکسل کې د ناټو یوه ویاند د جرمني له ډي پي اې خبري اژانس سره په خبرو کې تأیید کړه چې ناټو د افغان امنیتي-دفاعي ځواکونو لپاره په ترکیه کې روزنیز پروګرام پیل کړی دی، خو هغه د امنیتي ملحوظاتو په خاطر د روزنې د ځای په اړه څه ونه‌ویل.

د افغانستان یو شمېر ځانګړي ځواکونه
د افغانستان یو شمېر ځانګړي ځواکونه

د ناټو ویاند زیاته کړه: "د مالي او ډیپلوماتیک ملاتر ترڅنګ، ناټو په بهر کې د افغان ځواکونو د روزنې په شمول د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکوي. روزنیز پروګرام اوس پیل شوی دی."

د ناټو د ویاند په وینا، له افغان ځواکونو سره د ناټو د ملاتړ دوام د دغه تړون د ۳۰ غړو هېوادونو د مشرانو د پرېکړې پر اساس دی.

د افغانستان دفاع وزارت د دې روزنیز پروګرام هرکلی کوي.

د دغه وزارت ویاند روح‌الله احمدزي ازادي راډیو ته وویل چې افغان امنیتي-دفاعي ځواکونه تیار دي چې په دغه روزنیز پروګرام کې ګډون وکړي.

ښاغلی احمدزی زیاتوي: "ناټو له دې مخکې هم له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره مرستې لرلې دي چې له ترورېزم سره په مبارزه کې افغان ځواکونو ته ګټورې تمامې شوې دي او اوس‌یې تازه له هېواده بهر د افغان ځواکونو د روزنې لپاره چمتووالی ښوولی دی. موږ یې هرکلی کوو، منندوی یوو او افغان ځواکونه ورته بشپړ چمتووالی لري."

تر دې پخوا هم ترکیې د افغان پولیسو افسرانو ته په خپله خاوره کې روزنه ورکوله، خو دا لومړی ځل دی چې ناټو د دغه هېواد په خاوره کې هغه پروګرام پر مخ بیايي چې پخوا یې په افغانستان کې دننه د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې اجرا کاوه.

XS
SM
MD
LG