د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا په افغانستان کې د چین نفوذ ته اندېښمنه ده


د طالبانو سیاسي استازی ملابرادر او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ اي
د طالبانو سیاسي استازی ملابرادر او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ اي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان او سیمه کې د چین د نفوذ پراختیا ته اندېښنه ښکاره کړه. بل لور ته چین په افغانستان کې د ختیځ ترکستان د اسلامي ډلې نفوذ ته اندېښمن دی.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي چې د دې اندېښنې لپاره پېکنګ د طالبانو د قطر د دفتر مشر ملاعبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو نهه کسیز پلاوي ته د جولای پر ۲۸مه بلنه ورکړې وه.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند حامد تهذیب مشال راډیو ته وویل: "د طالبانو د پلاوي د سفر موضوع وار له مخه د افغانستان د بهرنیو چارو له وزارت سره شریکه شوې وه. د دې دعوت هدف دا دی چې د چین ولسي جمهوریت خپلې اندېښنې د امنیتي وضعیت او د طالبانو ترڅنګ د بهرنیو ترهګرو په اړه ورته څرګندې کړي."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د طالبانو د پلاوي د سفر موضوع وار له مخه ورسره شریکه شوې وه.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د طالبانو د پلاوي د سفر موضوع وار له مخه ورسره شریکه شوې وه.

د طالبانو له پلاوي سره د چین د بهرنیو چارو وزیر د چین په شمال ختیځ کې د تیانجین په ولایت کې وکتل.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د بیان له مخې د بهرنیو چارو وزیر وانګ اي د طالبانو له پلاوي وغوښتل چې د ختیځ ترکستان له اسلامي تحریک سره اړیکې وشلوي.

د راپورونو له مخې د طالبانو پلاوي چین ته په دې برخه کې ډاډ ورکړ چې دوی به هېڅ ډله پرې نه ږدي چې د افغانستان له خاورې چین ته زیان واړوي.

تازه ملګرو ملتونو په یوه راپور کې څرګنده کړه چې د ختیځ ترکستان د اسلامي تحریک په سلګونو غړي په بدخشان کې ځای پرځای شوي دي.د دې ولایت لویه برخه په وروستیو اونیو کې طالبانو نیولې ده.

چین دا اندېښنه لري چې مسلمان وسله وال د افغانستان له لارې د چین شینجن ایالت ته نفوذ ونه کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن خپل هندي سیال اېس جی شنکر سره په سیمه کې د چین د نفوذ پراختیا ته اندېښنه څرګنده کړه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن خپل هندي سیال اېس جی شنکر سره په سیمه کې د چین د نفوذ پراختیا ته اندېښنه څرګنده کړه.

پر چین د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو تل دا تورونه پورې کړي دي چې د اویغور پر مسلمانانو يې بشري ضد جرمونه ترسره کړي دي خو چین دا تورونه ردوي او وایي، هغوی ته یې په روزنیزو کمپونو کې د زده کړو او روزنې پروګرامونه چمتو کړي، څو افراطي مسلمانان نه شي او وسله راوانه خلي.

بل لورته یو شمېر د چین له لوري د طالبانو د پلاوي د سفر بلنې ته په دې سترګه ګوري چې دې ډلې په وروستیو کې په افغانستان کې پراخې په ځانګړي توګه د چین پولي ته نېږدې سیمې نیولې دي او پېکنګ په راتلونکي کې د خپل نفوذ د پراختیا لپاره له بېلابېلو ډلو سره اړیکي ټینګوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د جولای پر ۲۸مه په نوي ډيلي کې د هند له بهرنیو چارو وزیر اېس جی شنکر سره د لیدنې پر مهال په سیمه کې د چین د نفوذ پراختیا ته اندېښنه څرګنده کړه.

بلېنکن دا اندېښنه د دې سربیره څرګنده کړې ده چې د ده مرستیالې وینډې شیرمن د چین له بهرنیو چارو وزیرسره په همدې تیانجین کې چې دوی له طالبانو سره په کې وکتل، دوې ورځې مخکې کتلي و او چین د خبرو پرمهال موافقه کړې وه چې د افغانستان په مسله کې به له واشنګټن سره ګډه همکاري کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG