د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې پر ښځو د تشدد ضد احتجاجونه پیل شوي‌


په پاکستان کې د مدني فعالانو د احتجاجونو دا لړۍ له هغې وروسته پيل شوې چې د نور مقدم په نوم يوه ښځه د جولای پر ۲۰مه په اسلام اباد کې ووژل شوه. (انځور: ارشیف)
په پاکستان کې د مدني فعالانو د احتجاجونو دا لړۍ له هغې وروسته پيل شوې چې د نور مقدم په نوم يوه ښځه د جولای پر ۲۰مه په اسلام اباد کې ووژل شوه. (انځور: ارشیف)

په اسلام اباد کې د نور مقدم په نوم د يوې ښځې تر وژل کېدو وروسته په پاکستان کې د ښځو د حقونو سازمانونو د احتجاجونو لړۍ پيل کړې ده.

د پنجاب په مرکز لاهور کې د جولای پر ۲۴مه د ښځو د حقونو سازمانونو، عورت مارچ، حقوق خلق مومېنټ او پروګريسېو سټوډنټس کليکټېف په خپل ګډ احتجاج کې وويل چې په ټول ملک کې د ښځو پر ضد د تاوتريخوالي پېښې زياتې شوي او د دې مخه بايد ونيول شي.

په احتجاج کې د پاکستان له رياسته غوښتنه وشوه چې د هېواد د وګړو، په تېره د ښځو او لږکيو د ژوند او حقونو د خونديتوب خپلې ذمه وارۍ پوره کړي.

د لاهور د احتجاج يوې تنظيموونکې، د عورت ازادي مارچ ډاکټرې عاليې حيدر د جولای پر ۲۵مه مشال راډيو ته وويل، د دوی غټ هدف په پاکستان کې د ښځو د ځورونو او وژنو پېښو پر ضد غږ پورته کول وو.

نوموړې زياته کړه چې رياست ذمه وار دی چې ښځو ته د هغوی د اييني او قانوني حقونو ورکولو لپاره نظام جوړ کړي.

دې وویل،"له تېرو څو ورځو راهيسې لکه چې تاسو پر ټولنيزو شبکو د نور مقدم د قتل په اړه اورئ. تر دې مخکې مو پر ټوېټر وليدل چې د قرت العين، صايمې او په وروستيو کې د پېښور د هغې يوې ښځې لپاره د انصاف غږونه پورته شول چې په جايداد کې د خپلې برخې پر غوښتلو خپلو وروڼو په بې دردۍ ووهله."

ډاکټرې عالیې وویل چې پر ښځو د تشدد دا پېښې په ټولنه کې روانې دي، خو اکثره يې رپورټ کېږي نه.

نوموې زیاته کړه، "الميه دا ده چې زموږ له حکومت او عدليې سره د زور زياتي ښکار يوې ښځې ته د انصاف ورکولو نظام نشته. موږ په وروستيو کې وليدل چې ملايانو صاحبانو مو د کورني تشدد ضد له قانونه يوه جنجالي مسله جوړه کړه او و يې ويل چې دا زموږ د کلتور خلاف دی. يعنې له وهلو ټکولو د يوې ښځې ژغورل نه بلکې د هغې دوام د دوی کلچر دی."

دې وویل چې د جولای پر ۲۵مه د کړي احتجاج هدف یې همدا وو چې پر ښځو د تشدد مخنيوی وشي او د کورني تاوتريخوالي پېښو ضد قانون دې ژر تر ژره جوړ شي چې د ښځو د حفاظت يو نظام ولرو.

ډاکټرې عاليې حيدر زياته کړه چې دوی د پاکستان په يو شمېر نورو لويو ښارونو کې هم احتجاجي مظاهرې پلان کړې دي چې حکومت د ښځو د ځورونو او وژنو پېښو د مخنيوي غم وخوري.

په پاکستان کې د مدني فعالانو د احتجاجونو دا لړۍ له هغې وروسته پيل شوې چې د نور مقدم په نوم يوه ښځه د جولای پر ۲۰مه په اسلام اباد کې ووژل شوه.

پوليسو د هغې د وژنې په تور د ظاهر ضمير جعفر په نوم يو کس ګرفتاره کړی دی.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د جولای پر ۲۵مه په سينيټ کې د پيپلز ګوند د پارليماني مشرې شيري رحمان يو بيان خپور کړ چې پکې نوموړې د نور مقدم وژنه په کلکه غندلې او په هېواد کې د کورني تشدد ښکار د ټولو مېرمنو لپاره يې د انصاف غوښتنه کړې ده.

شيري رحمان زياته کړې، " اوس تر بل هر وخت زياته ضروري ده چې د پاکستان پارليمان د کورني تاوتريخوالي ضد هغه قانوني مسوده منظوره کړي چې دې په ۲۰۰۴ز کال کې، چې کله د قومي اسمبلۍ غړې وه، هغه ايوان ته وړاندې کړې وه."

د شيري رحمان په خبره، په پاکستان کې داسې يو قانون ته زښته اړتيا ده چې د ښځو د ځورونې او يا هم د هغوی د وژنې په پېښو کې ککړ تنان ژر سزا شي.

خو په اسلام اباد کې د عورت ډيموکريټک فرنټ نومې سازمان مشره عصمت شاهجهان په دې اند ده چې د پاکستانيو ښځو ژوند به هله ښه کېږي چې د قانوني تحفظ ترڅنګ په ټولنه کې د يوې ښځې حيثيت ومنل شي او له سړيو سره د برابرۍ په بنياد ورته حقونه او د پرمختګ فرصتونه برابر شي.

نوموړې په دې اړه مشال راډیو ته وویل، "په پاکستان کې د ښځو پر ضد د تاوتريخوالي جرړې د دې هېواد د جاګيردارۍ او سرمايه دارۍ په نظامونو، جنګي اقتصاد او مذهبي سختدريځۍ کې دي. د کورني تشدد ضد دا مسوده يوازې د اسلام اباد د حدودو لپاره ده او له ډېرو کلونو راهيسې په اسمبلۍ کې پرته ده. له قانون سره سره صنفي تعلقات مهم دي."

عصمت شاهجهان وویل، تر هغې چې د ښځې او نر ترمنځ پيداواري، سماجي او جنسي رشتې د برابرۍ په بنياد نه وي جوړې، يوه ښځه له قانونه ګټه نشي پورته کولی.

اوس پوښتنه دا ده چې قامي اسمبلۍ ته د پيپلز ګوند د شيري رحمان لخوا پر وړاندې شوې مسودې کار روان دی او که نه، او په دغه اړه د حکومتي ګوند غړي څه وايي؟

د دې پوښتنو په ځواب کې په قامي اسمبلۍ کې د قانون او انصاف چارو لپاره د قايمه کمېټې غړي، د تحريک انصاف محمد فاروق اعظم ملک د جولای پر ۲۵مه مشال راډيو ته وويل، دوی وخت په وخت پر دې موضوع خبرې کړي او هڅه کوي چې يو جامع او ټولو ګوندونو ته د منلو وړ قانون مخې ته راشي.

نوموړي‌ زیاته کړه، "حکومت چې د ښځو او ماشومانو لپاره په قوانينو کې کوم بدلونونه راوړي دي، ښايي په تاريخ کې يې مثال و نه موندل شي. زموږ په کمېټه کې د کورني تشدد ضد پر مسودې هم وخت په وخت خبرې شوې دي او کار پرې روان دی. زموږ کوښښ دی چې د ټولو ګوندونو په سلا مشوره، د نويو وړانديزونو په رڼا کې يو موثره قانون جوړ کړو."

نوموړي زیاته کړه چې دی دا مني چې د ملک له ښځو سره زياتي کېږي.

ده وویل، "د هغوی د ځورونو کيسې موږ پر ټيليويژنونو ګورو. خو چې قانون وي نو يو څوک به پر يوې ښځې ظلم کولو ته زړه ښه نه کړي. د دې اثرات به ښه وي، زه هيله من يم."

په پاکستان کې د دوامدارې ټولنيزې پرمختيا لپاره کارکوونکې يوې ناحکومتي ادارې “اېس اېس ډي او” تېره مارچ مياشت په خپل کلني رپورټ کې وويل چې په دې هېواد کې د ښځو پر ضد د تشدد او پر هغوی د جنسي تيري پېښې د تېر ۲۰۲۰ز کال د لومړيو شپږو مياشتو په پرتله په وروستيو شپږو هغو کې دوه چنده سېوا شوې وې.

ادارې په رپورټ کې له حکومته غوښتي چې د هېواد د ښځو او ماشومانو له تحفظ سره د تړليو قوانينو د عملي کولو چارې جدي ونيسي.

XS
SM
MD
LG