د افغانستان حکومت ویلي چې د طالبانو د فعالیتونو او تشدد مخنیوي لپاره یې په ۳۱ ولایتونو کې د شپې مهال ګرځبندیز لګولی دی.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند احمد ضیا د جولای پر ۲۴مه خبریالانو ته ویلي چې د شپې له ۱۰ څخه د سهار تر څلورو بجو به ګرځبندیز وي.
د افغان حکومت له خوا دا پرېکړه تر هغې وروسته شوې چې ویل کېږي طالبانو د افغانستان لسګونه ولسوالۍ او له حکومتي ځواکونو څخه پر پوله د تګ راتګ مهم ځایونه نیولي دي.
په افغانستان کې د طالبانو دا فعالیتونه د مې میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د نړیوالو پوځیانو د وتلو له پیل راهیسي زیات شوي دي.
په عین وخت کې د غزني ولايت چارواکي وايي چې د دې ولايت پر مرکز يې د طالبانو بريد پر شا تمبولی دی.
د والي وياند، واحدالله جمعه زاده د جولای پر ۲۵مه مشال راډيو ته وويل چې د نښتو پر مهال شپږ طالبان وژل شوي دي.
د هغه په خبره، افغان امنيتي ځواکونه د لټون او له وسله والو څخه د سیمې د پاکولو عملياتو ته دوام ورکوي. طالبانو لا په دې اړه څه نه دې ويلي.
په عین حال کې امریکا، اروپايي ټولنې او ناټو د جولای پر ۲۳مه له طالبانو غوښتنه کړې چې خپل وسله وال فعالیتونه ودروي او د سولې مذاکرات دې وکړي.
د امریکا دفاع وزیر ویلي افغان ځواکونه په دې برلاسي دي چې د طالبانو د پرمختګونو مخه ونیسي.
لویډ اسټن دا خبره په الاسکا ښار کې د افغانستان د حالت په تړاو خبریالانو ته د وینا پر مهال کړې ده.
د ده په خبره، افغان ملي امنیتي ځواکونه "وړتیاوې لري. دا ظرفیت لري چې پرمختګ وکړي او واقعاً په دې وتوانېږي چې د طالبانو د ځینو پرمختګونو مخه ډب کړی. خو و به ګورو چې څه کېږي."
لویډ اسټن زیاته کړې چې افغان مشران پر دې لګیا دي چې د ګڼمېشتو سیمو شاوخوا خپل پوځ ځای پر ځای کړي. "مهمه دا ده چې د طالبانو د مخنیوي ډاډ حاصل شي چې د دې ډلې چټکتیا کمه کړای شي."
دا په داسې حال کې ده چې د رپورټونو له مخې افغان ځواکونه د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې په طالب ضد عملیاتو بوخت دي.
د افغانستان حکومت تور پورې کوي چې طالبان تر خپل واک لاندې سیمو کې له بشري حقونو سرغړونې کوي او عام خلک وژني. طالبانو دا تور رد کړی دی.
خو د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن وايي د طالبانو تر ولکې لاندې سيمو کې رپورټ شوي قتلونه او د زور زیاتي پېښې ثبتوي.
د دې کمېشن مرستيال مشر، نعيم نظري د جولای په ۲۵مه مشال راډيو ته وويل چې دوی ته له بېلا بېلو سيمو رپورټونه رسېدلي چې طالبانو "لویې سرغړونې" کړې دي.
د بشري حقونو د څار نړيوالې ادارې (هيومن رایټس واچ)- د جولای پر ۲۳مه په يوه خبرپاڼه کې ويلي ول چې طالبانو د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ تر نيولو وروسته هلته ګڼ خلک له کورونه را ایستلي او د حکومت د ملاتړ په تور یې وژلي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له طلوع نیوز ټېلېوېژن سره په خبرو کې د ولسي وګړو په وژنه کې د ککړتیا تور رد کړی دی.
په همدې حال کې د افغانستان په شمال کې کډه شویو خلکو مشال راډيو ته ويلي چې طالبانو په زور له ښځو سره ودونه کړي او په کورونو یې د ډوډۍ ورکولو قلنګ ايښی دی، خو طالبانو دا تور رد کړی.